
غزل؛ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
زموږ جنگ د ارزښتونو، نه پر مال او نه پر ځان دی
موږ ترې نه یو ستړي شوي، خو بس سوله مو ارمان دی
د نړۍ درې زبرځواکه یې پرې مات ټوټه ټوټه کړل
دا زما اتل ولس لا، چې الله ته څومرہ گران دی
حماسې مو زیږولي په دې نا انډوله جنگ کې
د غرور خبرہ نکړو، دا مدد د پاک سبحان دی
بې له خدایه بل له ھیچا او له ھیڅ شي نه ویریږو
لاندې ځمکه مو گواہ دہ، پاس شاھد مو شین آسمان دی
د الله د دین نصرت خو پر سکروټو مزل غواړي
په ملت د ابراھیم کې، یو طالب پرې ور روان دی
منافق چې رب یاد کړی، د قرآن په سورتو کې
که پخوا د مدینې و، اوس بې شکه پاکستان دی
له الله نه په سجدو کې چې د ښکلیو دیدن غواړي
دا سړی څومرہ ھوښیار دی! دا سړی څومرہ نادان دی؟!
یو اشغال شړي له ملکه، بل یې دلته بقا غواړي
پښه مو بندہ په پاینڅه کې، کار له خپله کورہ وران دی
کمونست که سیکولر دی، دلته ځکه نه چلیږي
مفکورہ یې خارجۍ دہ، پردی چرگ مو په ډیران دی
که اشغال الله مرفوع کړ، د اشنا مزار ته ځمه
له کلونو مې تم کړی، د رڼو اوښکو باران دی
حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۱۵/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم، سویدن