افغانستان

زلمي خلیلزاد له عمران خان سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” د پاکستان له لومړي وزیر “عمران خان” سره لیدلي او د سیمه ییزو موضوعاتو په اړه ورسره غږېدلی.

د “پي ټي وي” د راپور له مخې، په دې لیدنه کې دواړه لوري د سیمې په امنیت او ثبات غږېدلي.

که څه هم د عمران خان او خلیلزاد د لیدنې جزئیات لا نه دي رسنیز شوي؛ خو دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې په دوحه کې د خلیلزاد په مشري امریکايي مذاکراتي ټیم له طالبانو سره توافق ته رسېدلی ښکاري او داسې هیلې شته، چې ښايي د روانې میلادي میاشتې تر پایه د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

عمران خان تېره ورځ یو ځل بیا یوې غونډې ته د وینا په مهال، د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه وباله او ادعا یې وکړه، چې د سولې په برخه کې یې ګڼې هڅې کړې او نور دوام ورکوي.

نوموړي د ګډ حکومت د دویم مرستیال “سرور دانش” هغه څرګندونې بېځایه بللې وې، چې په پاکستان کې د ترورستي ډلو د پټو مرکزونو د شتون په اړه یې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x