لیکنېنظــر

دا د سولې تړون دی که د آزادۍ تړون؟

نصیب ځدراڼ

غربیانو چې په کومو هیوادونو یرغل کړی د دوی له تګ نه وروسته هم د هغو سیمو خلک د دوی د پاتي اثراتو نه په امن نه دي، انګریزان لومړی هندوستان ته د تجارانو په توگه راغلي وو، خو کله یې چې له خپل ولس او فرائضو څخه غافل واکمنان ولیدل، نو پر هندوستان باندي یې د بنګال له لارې یرغل وکړ، په ۱۷۵۷ کې یی د پلاسي په سیمه کې نواب سراج الدوله ته ماته ورکړه او هندوستان(اوسنی پاکستان، هندوستان، بنګله دیش) یې لاندي کړل. د هندوستان کنټرول یې په خپل لاس کې واخیست. مسلمانان چې دلته له شاوخوا زرو کلونو راهیسې واکمن ول، د هندوستان خلکو هم په مختلفو شکلونو کې د آزادۍ لپاره هلی ځلې جاري وساتلې، په ۱۷۹۲ کې ټیپو سلطان شهید شو، وروسته په ۱۸۳۱ کې شاه اسماعیل او سید احمد په بالاکوټ کې شهیدان شول، په ۱۸۵۷ کې د “جنګِ آزادي” په نوم د هندوستان په مختلفو سیمو کې پاڅون وشو خو د انګریزانو له طرفه په سختۍ سره وځپل شو، د دویم نړیوال جنگ نه وروسته کله چې برتانویان کمزوري شول، نو په ۱۹۴۶ کې یې دوه هیوادونه پاکستان او هندوستان آزاد کړل.

انګریزانو د هندوستان ځمکه پریښوده خو ۷۳ کاله وشول، یاد هیوادونه فکراً یا باطني آزادي نه لري، قانون او تعلیم یی اوس هم د انګریزانو دی، شرقي پاکستان اوسنی( بنګله دیش) یې هم د پاکستان په برخه کې ویشلی و خو شرقي او غربي پاکستان تر منځ د ځمکي ارتباط نه و او د هوا له لارې به د هیواد د دواړو برخو تر منځ تګ راتګ کیده،  اوتر ټولو مهم هندوستان او پاکستان یې د کشمیر د شخړې په شکل کې په داسې بلا واړول چې تر ننه پوري د جنګ په حال کې دي، خپله ۷۰ سلنه بودیجه په خپله دفاع مصرفوي. او تل د اټومي جنګ خطر سره مخ دي.

یو بل مثال د لیبیا دی، ډګروال قذافي په ۱۹۶۹ کې د شاه ادریس د حکومت په خلاف له یوې کامیابې کودتا وروسته واک ته ورسید، په ۱۹۸۰ کې یې د تیلو تولیدات کم کړل او نتیجه کې یې لویدیځ د سختو اقتصادي ستونځو سره مخ شو، همدا لامل و چې د قذافي په ضد لویدیځ دسیسې پیل کړی، په ۱۹۸۶ کې د ملگرو ملتونو له طرفه د قذافي په کور بمبار وشو او یوه لور یې و وژل شوه.۲۰۰۳ کې کله چې د صدام رژیم راوپرځیدو، قذافي د خپلې واکمنۍ یا لیبیا د جنګ څخه ژغورلو په موخه هر هغه څه وکړل چې امریکا تري غوښتل، خپل اټومي پروګرام یې ختم کړ، د خپلې څارګرې ادارې مهم چارواکی یې (عبدالباسط المګراهي) هالینډ ته په لاس ورکړ.

له دغو ټولو ګامونو سره سره چې کله د قذافي پر ضد ولسي پاڅون وشو، د امریکا او ناټو پوځي ملاتړ ورسره مل شو پایله یې د قذافي مرګ او واکمنې له منځه تلل شوه.

نن په لیبیا د دوو ډلو واکمنې ده، یوه ډله هغه ده چې ملل متحد په رسمیاتو پیژندلي، پلازمینه طرابلس او د هیواد شمال لویدیځ یې تر کنټرول لاندي دی، بله ډله د (جنرال خلیفه هفتر) ده چې د لیبیا په اتیا سلنه خاوره یې واکمنې ده، ختیځ کې (تبوک) ښار یې خپله پلازمینه نومولی او هم هلته یې خپل پارلمان هم جوړ کړی، فرانسه او روس د جنرال هفتر ملاتړ کوي او ترکیه او اټالیه د طرابلس دولت ملاتړي دي، یاد هیوادونه دواړو ډلو ته اسلحه ورکوي او بدل کې ورنه تیل خپلو هیوادو ته انتقالوي.د لیبیا برخلیک تر اوسه معلوم نه دی، خو داخلي جنګونه پکې روان دي، هغه لیبیا چې د امن کور و، د غربیانو له لاسه د تجزیې د خطر سره مخ دی.

پر افغانستان د یرغل لپاره د امریکایانو ډیري پلمې درلودي، خو یرغل یې وروسته له هغې وکړ کله چې د ۱۱ ستمبر بریدونه وشول، له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن امریکا ته په لاس ورکړي، او دلته ډیری خلک دا خبر کوي چې طالبانو که اسامه بن لادن امریکا ته په لاس ورکړی وای، نو شاید امریکا به پر افغانستان برید نه وای کړی، باید ووایم چې لیبیا، عراق، هندوستان، ویتنام او جاپان کې خو اسامه بن لادن نه و چې امریکایانو یا انګریزانو برید ورباندي وکړ.

طالبانو د نورو غوندي امریکایانو کومه غوښتنه ونه منله، لکه صدام حسین چې دوی ته خپلو اټومي فابریکو ته لاسی رسی ورکړ یا کرنل قذافي د دوی په غوښتنه خپل اټومي پروګرام ختم کړ خو متاسفانه دواړه په داسې حال کې و وژل شول چې ډیر په عاجزی یا د بیوسۍ په حال کې وو. برعکس طالبان نن په میز ورسره ناست دي او امریکا د بیرته تګ لار تري غواړي.

د انګریزانو یوه تیوري ده چې ( Divide and rule) یانې سره تقسیم یې کړه او واکمنې ورباندي کوه، افغانستان کې هم امریکانو وغوښتل چې جنګ ته قومي رنګ ورکړي، پښتانه فارسي زبان او نور قومونه په جنګ واچوي، اربکیان یې جوړ کړل ډیری خلکو ته یې شخصی دوښمنۍ جوړي کړي خو مقابل کې طالبانو د هر هغه څه څخه ځان وساتو چې د دوی مقاومت ته یې قومي رنګ ورکولی شو. ممکن که دوی داسې کړي وای یو څه ګټه به یې هم تر لاسه کړې وای، خو داسې یې ونه کړل.

نن چې مذاکرات روان دي، نو فکر مې کولو چې دي توافق ته د سولې توافق و ویل شي که د آزادۍ؟ زما په اند د سولې تعریف دا دی چې جنګ کې د دوو ښکیلو ډلو تر منځ یوه موافقه وشي، دواړه له خپلو شرایطو یا له سرو کرښو تیر شي خو د اوسنیو مذاکراتو پایله داسې نه ده، خو اوله خبر دا ده چې طالبان او امریکا په سیاست،نظامي قوت،او اقتصادي برخه د یوه بل سره مساوي نه دي، نو آزادي به ځکه ورته و وایم چې یوه زورور چې د کمزوري سره د خبرو اترو میدان ته حاضر شي نو دا د کمزوري فریق بریا بلل کیږي.

دویم دا چی افغانانو له لومړۍ ورځې مقاومت پیل کړی،د بل په واک کې نه وو، دوی که د جنګ په میدان کې وو که زندان کې دوی آزاد وو، خاوره یې اشغال وه خو دوی آزاد وو،وروستیو کې یې ۷۰% خاوره هم آزاده کړه.

دریم، امریکایانو دلته څه کړي چې د توافق نامې نه وروسته د دوی وجود یا پاتي میراث ومنل شي؟دوی دولت او ملت جوړ نه کړل، دلته چې کله ولسمشر بدل شي نو د وزیرانو سره سره ، والیان، اداري مامورین ان ولسوالان او نور مسلکي خلک هم بدل شي، دا ټول کارونه د یوې معاملې له مخې تر سره کیږي، په کار خو دا وه چې ولسمشر سره یواځې وزیران بدلیدلی نور اداري خلکو خپله دنده پر مخ وړلی، دلته داسې وي لکه یوه پروژه چې ختمه شي بله پیل شي.

نو داسې پروژه څنګه د یوه نظام په حیث ومنل شي؟ یا پخوا نورو ته او اوس موږ ته کوم خیر را رسیدلی چې د دوی کومې نښې دلته پریښودل شي؟ له امریکایانو خو چې کومې نښې پاتي کیږي، هغه په فساد کې د افغانستان لومړی مقام دی، هغه د عبدالله او د غني د جان کیري څخه زیږیدلې اداره ده، هغه د ناروغه ماشومانو او سپین ږیرو د نورو هیوادو په سفارتو کې د ویزې په انتظار کې مرګ دی، هغه د ځوانان په کارموندنه پسې د یونان د سمندري نهینګانو او د ترکیی او ایران د سرحدي پولیسو د مرمیو خوراک جوړیدل دي، هغه قیصاري، دوستم، عليپور او تادین دي، هغه د کندز، او د کندهار د خویندو اوښکې دي چې د داخلي عسکرو په لاس بې ستره شوې وي.

دا د سولې توافق نه بلکې له هغه سرطان مرض څخه آزادي ده چا چې ټوله نړۍ بې ثباته کړي ده، چا چې له نن څخه پنځه اویا کاله وړاندي په یوه ساعت کې ۴۵۰۰۰ جاپانیان په اټومي بم وسوځول، چاته چې په غور کې وژل شوي خره مهم ښکاري خو د خپل عسکر (رابرټ بیلز) په لاس (کندهار پنجوایي) کې سوځول شوي ۱۸ انسانان مهم نه ښکاري، چا چې د بمونو مور دلته په افغانستان کې استعمال کړه، د چا د لاسه مو چی زرګونه ګلان د هدیرو میلمانه شول.

هغه افغان ځوانان چې کورنۍ د دوی د آخرني دیدن په انتظار وه، خو د دوی په باروتو سوځیدلي غوښې هډونه د ناټو په اډو کې ، د کندهار په دښتو او ریگو کې، دښت لیلې، قلعه جنګي کې ورک شول، د هغو ځوانانو ارمان له دي سرطان(ناټو او امریکا) څخه آزادي اخیستل و او دا تړون یقینا د آزادۍ تړون دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

جواب۰اصلاأ نه ورته دسولی اونه هم د ازادی تړون ویلای شو۰بلکه د کابل شار دوکان دارانو د نصوارو د تفدانیو خرڅلاو په ټفه ولاړ وو۰نو هغوی شکایات کول چه #### باید بیرته راشی چه دنصوارو د تف دانیو کاروبار بیا رونق پیدا کی۰هو د هوټلونو خاوندان بیا وایی که #### راشی بیا به ټول تشنابونه په خاورو او لوټو بند کی۰ مننه

غمی.پښتین

جوړ تازه.
نصیب زدران ته.
تر اوسه خو د هیڅ کوم تړون درک نشته،نه د سوله او نه د ازادی.همداسی سره او توده وینه بهیږی.
کله چه وینه بهیدل ودریږی بیا نوم ورته ګوره.چه ازادی او که سوله.
ولس ته یی نوم نه دی مهم ولس ته فقط د دوی ژوند مهم دی،هغه ژوند چه د پنجاب،امریکا ،ایران.روسی له خوا اخیستل کیږی.

اجمل

ګوړه ګوړه یاده وی خوله به مو شرینه وی. ټرمپ یو لیونی انسان نن یو څه وایی سبا بل څه. نه تړون سته نه موافقه غنی سره یو پروګرام جوړ کړی دوستم او شمالی ټلواله ختمه کړی د لوی افغانستان په سوچ ووسی. پاکستان دړی وړی کړی منظور پښتین سره موافقه وکړی الله مو خوار کړه لږ سیاست زده کړی.

جلال

ان شآء الله. ان الله على كل شئ قدير. عليه توكلنا.

مجاهدا

ځدران صاحب ! د مسلمانو افغانانو او مظلوم بشریت د زړه ارمانو څخه دی ورته عتوان خوښ کړی چه: [ د سولی او او د ازادی تړون؟ ] لنډ ځواب یی همدا چه د خپلواکی اخستنی تړون دی چه تاسی هم لیکلی او که د سولی تړون یی هم وبولو د [[ حدیبی ]] د سولی تړون ته چه د دوه خپلواکو مګر ( باخدایانو او لاخدایانو ) تر منځ لاسلیک شو، کوم چه د مکی د فتحی مقدمه او په منځنی ختیز کی د الهی نظام پلی کیدل وو. اوس هم د طالب مجاهدو با خدایانو د اشغالګرو لاخدایانو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x