
غزل: صابر جان محصل
صابرجان محصل
ماچې د مينې له بازار څخه ښکلا راوړې
مړاوي ژوندون ته مي د هيلو نوي ساه راوړې
دخيال کوتري مي د وخت پر طبيبانو ګرځي
زخمي زړګۍ ته يى د درد بــله دوا راوړي
د زړګۍ للمي به مو شنى شى درحمت په باران
اسمان وريځ دى زموږ تر کلى يى بريښنا راوړى
د ساحرانو ښاماران به اوس تالا ترغه شي
ما د موسى نبـي هغه زړه امساء راوړى
د نوح طوفان د نيل څپى د ابابيلو ګوزار
بس ظالمانو ته مي دغه ښه جزا راوړى
فلکه نور مو ابــــتلا کى د غـــــم مه ازمايه
تحفه کى موږ درته د خوار يتيم ژړا راوړى
ويده ضمير پري ويښومه د .صابر.قلم يم
په پټه خوله مي د بلال ښکلي صدا راوړى