شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

تنه مې شته ده خو زړګی نۀ لرم
په دې ټول کلي کې لالی نۀ لرم

خزان خزان یم بیخي غرقه ورځ ده
په ژوندانۀ کې پسرلی نۀ لرم

لاس مې لږ تش دی، څوک مې نۀ خوښوي
کنه ځوانۍ کې خو کمی نۀ لرم

له دله ګانو نه مې خوا بده ده
ورسره مړی او ژوندی نۀ لرم

زۀ لکه ګران افغانستان داسې یم
هر څۀ لرمه خو هیڅ شی نۀ لرم

ځکه یوازې پاتې شوی یم چې
په څنګ کې هیڅوک ننګیالی نۀ لرم

د “خدرخېل” یار د اسمان ستوری دی
زۀ ورته بلکل لاس رسی نۀ لرم

ـــــــــــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x