افغانستان

صدیقي: اوربند مو غوښتنه وه؛ خو اوس مو د تشدد کموالي له طرحې سره موافقه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» ویاند «صدیق صدیقي» وایي، اوربند د افغان حکومت اساسي غوښتنه وه؛ خو اوس د جګړې د شدت د کموالي له طرحې سره موافقه شوې.

صدیقي دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « د افغان حکومت اساسي غوښتنه اوربند وو؛ خو اوس ددې لپاره چې ولیدل شي، ایا طالبان رښتیا هم  له خشونت لاس اخلي او سولې ته متعهد پاتې کېږي یا نه، د تشدد د کموالي له طرحې سره موافقه شوې.»

نوموړي زیاته کړه « افغان او امریکایي امنیتي چارواکي اوس د تشدد د کموالي د طرحې په میکانیزم کار کوي، نېټه او جزئيات به یې د امریکایانو له لوري اعلان شي؛ موږ تر دې دمه په دې اړه څه ویل نه غواړو؛ خو ځواکونه مو سولې او جګړې دواړو ته اماده دي.»

صدیقي د سولې د موافقتنامې له لاسلیک وروسته د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په اړه د تبصرې له کولو ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په د افغانستان حکومت د بندیانو د خلاصون په برخه کې واضح شرایط او قوانین لري او د هماغه قوانینو له مخې به عمل کېږي.

د سولې د مذاکراتي ټیم د تشکیل په اړه د حکومت د ویاند دریځ لا هم ګونګ وو، د صدیقي په خبره، د مذاکراتي ټیم په اړه به له ټولو لورو سره مشورې کېږي؛ خو صلاحیتونه، اغېزمنتیا او د سولې په اړه هر تصمیم به بیا هم د حکومت له لوري نیول کېږي.

صدیقي داسې مهال د طالبانو او امریکا له لوري د جګړې د شدت د کموالي په تړاو له جوړې شوې طرحې سره د موافقت خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې یې اوربند د بین الافغاني خبرو لپاره شرط باله او له دې پرته یې د افغانانو خپلمنځي خبرې ناشونې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
صديق صديقي ، لږ څه حيا هم په کار ده . ملت ته نور درواغ مه واياست ، لږ څه سر ګريوان ته کښته که . متل دی ( که پز پريکړي شرم او حيا درلودلای ، د چړې نوم به يي نه اخيست ) د ځان سره فکراوحساب وکه ، چي پر دې چوکۍ او ددې ميز تر شا دي څومره درواغ ويلي دي . که د ولس څخه نه شرميږئ ، دا درته د ناسنو خبريالانو څخه خو وشرميږه. لعنت الله علی الکذبين

همت خان

دګوډاګۍ ادارې سرې کرښې یوه په بله پسې ماتیږی لکه( د انس حقانی نه خلاصون دا سره کرشه وه، لومړی اوربند بیا بین الافغانی مذاکرات دا هم سره کرشه وه)ورستۍ سره کرښه به یې د ارګ کورسۍ وی، ان شاءالله دا به هم ماتیږی او د فساد په تور به د محاکمې او عدالت میز ته راکشول کیږی.

Adam Khan

HAHAHA Sadiq Jana
Taso saib der sadiq yast aw da khapal badar khabara dera khah manai

Afghan yateeman aw kondi la taso dera annana kawe

حامد

ته سوگ یی چه ووایی.”اوربند مو غوشتنه وه اوس ….‌ دا منو”ای غلامانو. تایو هغه به کوی چه بادار یی درته وایی. سومره بی شرمه خلک .سومره بی وجدانه خلک یاست. الله مو وشرموه. الله مو خپل په دردونک عذاب گرفتار که.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x