روغتیا

قیلوله کله انسان ته زیان رسولی شي؟

(سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): یوه جرمني پروفیسر «هانز جونتر» ویلي چې د قیلولې ګڼ شمېر ګټې دي، په ځانګړي ډول دا د زړه په روغتیایي سیستم ژور اغیز کوي او د انسان په تازه او ویخ ساتلو کې مرسته کوي، د تمرکز وړتیا لوړوي او حافظه ښه کوي.

جرمني څیړونکي د قیلولې یا د غرمې خوب په اړه زیاته کړې چې دا د روغتیا لپاره هغه مهال ګټوره کیږي چې د ۲۰ او ۳۰ دقیقو ترمنځ وي، که نه نو ناوړه پایلې به ولري، ځکه چې اوږده موده خوب د (Rapid eye movement sleep) خوب مرحلې لامل کیږي.

او د خوب دې مرحلې نه د بیداریدو پرمهال وګړي د سستۍ، مزاج خرابوالي، د تمرکز کمزوري او له ګڼ شمېر نورو ستونزو سره مخ کیږي، او ددې حالت نه د خلاصون لپاره انسان ډیر وخت ته اړتیا لري تر څو بیرته خپل فعالیت او تمرکز ترلاسه کړي.

همدارنګه قیلوله چې له ۲۰ دقیقو څخه زیاته شي د شپې خوب کولو پرمهال د ژورو ستونزو لامل کیږي.

په جاپان او نورو هېوادونو کې په بېلا بېلو دفترونو کې د قیلولې ځانګړی وخت وي چې له غرمې خوړو وروسته یې کارمندان تر ۲۰ دقیقو هرو مرو ترسره کوي. دوی په دې باوري دي چې قیلوله په ذهني روغتیا او تمرکز کولو کې ګټوره ثابتیږي.

جاپاني څیړونکي د قیلولې لپاره بسترې ته تګ اړین نه بولي، بلکې د کار پرمهال پر میز، د سفر پرمهال په موټر کې او دغه راز په ټاکلي وخت کې په یوه نه یوه لاره تر شلو دقیقو ارام کول اړین دي.

ځینې څیړونکي په دې هم باوري دي چې اونۍ کې یوازې دوه وارې قیلوله کول وګړو کې د زړه حملې او دماغې سکتې یا فالج ګواښ کموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x