روغتیا

کرونا ویروس: د ووهان روغتون مشر مړ شوی؛ د مړو شمېر ۱۸۶۸ ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۸۰۰ پورته شوی، مګر د ووهان روغتون مشر هم د یاد ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چینایي چارواکي وایي چې د پخوا په پرتله دغه ویروس مخ پر کابو کېدو دی، او تر دې دمه نږدې ۱۲زره کسان له تشخیص وروسته روغ شوي او کورونو ته لیږدول شوي دي.

د ووهان روغتون مشر چې په خپله یې د ناروغانو تداوي یې کوله هم د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.لو تشي مينغ.. المدير العام لمستشفى ووهان ووتشانغ

د بهرني خبري اژانس په وینا د چین په هوبای ایالت کې تېره ورځ ۹۳ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د وژل شویو کسانو ټوله شمېره ۱۸۶۸ تنو ته رسیدلې او پر دې د اخته کسانو شمېر ۷۲۴۳۶ ته پورته شوی دی.

خو د چینایي چارواکو په وینا په تیرو دوه میاشتو کې دا لومړی وار دی چې په څلورویشت ساعتونو کې له ۲زرو کم کسان پر دغه ویروس اخته کیږي، ددوی په وینا دغه ویروس مخ پر کابو کېدو دی.

د چارواکو په وینا د جنوري له ۳۰مې نیټې په ټول هېواد کې د هرې ورځې په نسبت پر دغه ویروس له ۲زره پورته کسان اخته کېدل خو دغه شمېره د فروري له لسمې نیټې وروسته مخ پر ټيټېدو ده.

چینایي چارواکي وایي د پېښو کمېدل ددې لامل دی چې د ویروس مخنیوي پر وړاندې سخت ګامونه پورته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

اللہ مو تباہ او برباد کہ، چہ تاسو مسلمانان پقرارہ نپریدی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x