افغانستان

اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۱۳۹۸ کال د ميزان مياشتې په شپږمه د ترسره شوو ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پایلو اعلان وکړ او د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم مشر اشرف غني يې ګټونکی اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشرې حوا عالم نورستاني نن مازديګر ناوخته په کابل کې يوې خبرغونډې ته د وينا پر مهال اشرف غني د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان کړ او د هغه مخکښ سيال د ثبات او همپالنې ټيم مشر عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاريه ۵۲ سلنه رايو په ترلاسه کولو دوهم نمبر راغلی دی.

د ولسمشريزو ټاکنو بل نوماند ګلبدين حکمتيار ۳ اعشاريه ۵۸ سلنه رايو په ګټلو درېيم مقام ګټلی دی.

ميرمن نورستاني وويل، اشرف غني د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو د افغانستان ولسمشر اعلانوي.

د ټاکنو بايلونکو نوماندانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګونونه نه دي اعلان کړي، خو تر دې وړاندې عبدالله عبدالله او ګلبدين حکمتيار په شمول يو شمېر نوماندانو ګواښ کړی و، که د ټاکنو پایلې د دوی له شرطونو پرته اعلان شي، سخت غبرګون به وښيي او له منلو به يې انکار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x