نړۍ

کراچي: زهرجن ګاز خوشې کېدو «۱۴» کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په مرکزي ښار کراچي کې د زهرجنو ګازو خوشې کېدو له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته رسیدلی دی.

د کراچي په کیماړي سیمه کې دوه ورځې وړاندې زهرجن مواد خوشې شوي چې تر دې دمه یې ۱۴ کسان وژلي او له ۲۳۴ زیات روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د کراچي جناح روغتون مشر ډاکټر سیمي جمال ویلي، «تیره ورځ له کیماړي او شاوخوا سیمو څخه د ګاز څخه اغیزمن ۵۰۰ کسان روغتون ته راوړل شوي دي، چې ماشومان هم په کې شامل دي».

پاکستاني چارواکي وایي چې د ګاز خوشې کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو داسې بریښي چې د ګازو کومه لیکه سورۍ شوې وي.

ډاکټران وایي په روغتونونو کې بستر شوي ډیری ناروغان د ساه بندي او د سترګو سوزېدو ستونزې لري چې ورسره لیدل نه شي کولی.

د یادونې ده چې د کیماړي سیمې په مسان روډ، ریلوی کالوني، جیکسن بازار او دې سره تړلې سیمو کې د ګاز خوشې کېدو ستونزه د یکشنبې په ورځ د ماښام ۶ بجې پېل شوې چې تر دې دمه دوام لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close