افغانستان

کورنیو چارو وزارت: تر راتلونکو پنځو ورځو د «تشدد د کموالي» دوره پیلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست «مسعود انداربي» وایي، تر راتلونکې پنځو ورځو پورې د جګړې د شدت د کموالي دوره پیلېږي.

اندرابي نن په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو په ترڅ کې وویل « د جګړې د شدت د کموالي پړاو، چې طالبان او امریکا ورباندې توافق ته رسېدلي، تر راتلونکو پنځو ورځو پورې پیلېږي.»

اندرابي زیاته کړې « د تشدد کموالی به هر اړخیز وي او طالبانو هوکړه کړې، چې په دې پړاو کې به ځانمرګي بریدونه، چاودنې او راکټي بریدونه راکموي او په دې توګه به د جګړې په شدت کې د پام وړ کموالی راولي.»

د تشدد د کموالي طرحه، چې امریکا او طالبانو ورباندې د توافقنامې لاسلیک ته د زمینې برابرولو په موخه توافق کړی، کابل حکومت هم ورسره مجبورا منلې.

ارګ وایي، اوربند یې اساسي غوښتنه وه؛ خو اوس یې د تشدد له کموالي سره هوکړه کړې او د بین الافغاني مذاکراتو په دوران کې به اوربند مطرح کوي.

تر دې وړاندې حکومت اوربند د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره اړین بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

استعماری قدرتونه د هری زمانی د شرایطو له مخی د خپلو غلامانو د یرغمل ساتلو د پاره نوی نوی فارمونه او لیاری ټاکی پخوا جه هر څه وو ، مګر وخت ناوخت به تری غلامانو سرغړونه کوله او د دوی د څو کلونو پلانونه به یی په سیند لاهو کړل د دی د پاره یی په نوو استعماری پلانو کی د لوړپوړو غلامانو د یرغملتیا د پارهیی لاندی نوی لیار او نوی عملی او بریالی طرحه جوړی کړی : لوړپوړی غلامان له هغو کورنیو انتخابوی چه هغه کورنی په میراثی ډول له پلرینی او نیکینی د غلامی تاریخ ، تجربه،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x