افغانستان

د اشرف غني سلاکار: د طالبانو او حکومت خبرو ته «بین الافغاني مذاکرات» نشو ویلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): په عامه او ستراتيژیکو اړیکو کې د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» سلاکار «وحید عمر» وایي، جګړه د افغانانو تر منځ شتون نلري، نو ځکه له طالبانو سره خبرو ته بین الافغاني مذاکرات نشو ویلی.

وحید عمر نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل « موږ اصلا د بین الافغاني مذاکراتو له اصطلاح سره ستونزه لرو، د افغانانو تر منځ داخلي جګړه نشته، د جګړې یو لوری د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلویان دي، چې د اتلس کلنو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره مبارزه کوي او بل لور ته طالبان دي، چي ددې ټولو مخالف دي،  نو ځکه له طالبانو سره خبرې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ خبرې دي؛  نه  بین الافغاني مذاکرات.»

عمر زیاته کړه « له طالبانو سره د خبرو لپاره ټاکل کېدونکی پلاوی به د پنځلس یا شلو تر منځ غړي ولري، هغوی به مذاکرات کوي او پایله به یې په کابل کې یوه بل شته ټیم اوروي او بیا به هر ډول پرېکړه په کابل کې کېږي.»

د نوموړي په قول، بین الافغاني مذاکرات به ډېر پیچلي او سخت وي؛ نو ځکه پرېکړه شوې، چې مذاکره کوونکی ټیم تر شلو پورې غړي ولري او واکونه یې د اسلامي جمهوریت له لوري وضع کړل شي.

وحید عمر داسې مهال طالبان د افغانانو له ډلې باسي، چې مشر یې «اشرف غني» په جرمني کې او دوهم مرستیال «سرور دانش» په اسلام اباد کې طالبان ټاکنو او سیاسي مشارکت ته راوبلل.

بل لور ته، طالبانو بیا تر دې دمه له حکومت سره د نظام په حیث خبرې رد کړې او هغه یې د بهرنیانو ګوډاګی بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط وحيد عمره . لومړی خو کوم پړيړ کتابونه په المارئ کي د خپل ميز تر شا او‌‌‌‌‌‌ډلي دي ، ايسته که او هغه چا ته يي وسپاره چي لوستلای يي سي ، ځکه نه تا لوستلي دي او نه يي هم د لوستلو اهليت ، قابليت او صلاحيت لرې. او که بپا د ماکيولي کتابونه اوليکني وي. بيا نو د ارګ ړ کورسونو په کنابتون کي يي و و‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډه ، څو ستاسو په څير دروغجن او سپين سترګي ترينه استفاده وکړي. وحيد عمره . اتلس کاله کيږي چي تاسو ارګ ناستي نانځکي او ستاسو ولينعمتيان… نور لوستل »

A saeed

دا غرېب هم ده لېونېانو ډاکټر ته ضرورت لری

الحاج استاذ بیانزی

د پښه ارتی ( وحید عمر ) دا خبره چه: [ د طالبانو او حکومت خبرو ته «بین الافغاني مذاکرات» نشو ویلی ] سمه خبره دی مګر هغه وروسته په مرداری او غلامی خولی د خپلی غلامی د پاره د ځان په ګټه څرخولی . د هغه دا خبره سمه ده چه وایی ( جګړه د افغانانو تر منځ شتون نلري، نو ځکه له طالبانو سره خبرو ته بین الافغاني مذاکرات نشو ویلی.) جګړه د افغانانو او اشغالګرو ترمنخ ده، اشغالګرو د خپلو تلفاتو او خساراتو د کمولو د پاره له یو شمیر بی ضمیرو غلامه اداره جوړه کړی او… نور لوستل »

حامد

وحید جانه ! اوس هم لژ وخت شته.پشی سپکی که او وتیشته. زمریان را روان دی. نه چه زوبل شی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x