کندهار: د بهرنیانو ټانګ د طالبانو ماین ته برابر شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو زغره وال ټانګ د طالبانو له لوري خښ کړل شوي ماین ته برابر شوی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه نن غرمه یوولس بجې شاوخوا د دامان ولسوالۍ  د «علیزو» په سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې ټانګ په بشپړ ډول ویجاړ او پکې سپاره عسکر له منځه تللي.

بل لور ته په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کندهار کې د خپلو ځواکونو په ټانګ باندې چاودنه منلې؛ خو ادعا یې کړې، چې په پېښه کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی.

Tags

Related Articles

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

هغو خو تل دا ډول بی ساری او شکرور دروغ وایی الوتکه راولویږی وایی تخنیکی ستونزی وی ، د هوا حالات خراب وو او داسی نور هر څه وایی مګر دا خبره نه شی کولای چه مجاهدینو نسکوره کړی . په هر صورت الوتکه سقوط وکړی وسوځی یا ټوټی ټوټی شی مګر وایی عمله یی روغه رمټه وه هماغه شکرور دروغ چه په سپتمپر فاجعه کی یو نیم فټه پیړ پیمونه ویلی شوی مګر د ۱۹ کسانو پاسپورتونه او تصویرونه پکی روغ رمټ پاتی وو او ….. ټانکونه والوزی پیړ پیړ ټیرونه یی ویلی شی پرزی یی یوی او بل… نور لوستل »

Back to top button