افغانستان

د بهرنیانو هوایي برید دیوې کورنۍ دوولس غړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د بهرنیانو له لوري هوايي برید د یوې کورنۍ دوولس ولسي وګړي وژلي.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپاره شوې راپورونه ښيي، چې مرګ ژوبله تېره ورځ ماسپښين مهال د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د «اربي مانده» په سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه ډوله موټر باندې تر هوایي برید وروسته رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې د یوې کورنۍ  ۳ ښځې ، ۷ تنه ماشومان او ۲ تنه نارینه  ځای پرځای وژل شوي.

بل لور ته طلوع نیوز د هرات ولایت د اوسېدونکو له قوله وایي، چې په پېښه کې د اته ماشومانو په ګډون یوولس تنه وژل شوي، چې د سیمې خلګو یې جسدونه د اعتراض په ډول د هرات د والي د دفتر مخې ته اېښي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وايي، دوی له پېښې خبر دي او په اړه یې څېړنې کوي.

یاده دې وي، چې د بهرنیانو او دولتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه داسې مهال دوام لري، چې امریکا او حکومت له طالبانو په پرلپسې ډول غواړي، د توافقنامې لاسلیک ته د چاپېریال برابرولو په خاطر د جګړې شدت کم کړي.

د شنونکو په باور، په داسې حال کې، چې ملت سولې ته په تمه دی، د ولسي وګړو په نښه کول د سولې د سبوتاژ هڅې او له سولې سره د ښکاره دښمني په مانا دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا چه دوی وایی مونږ یی د پلټنو د پاره هییت مقرر کړی څیړنی او ارزونی کوی ایا په دغو څیړنو هغه شهیدان بیا راژوندی کیږی دوی که رشتونی وی باید دا څیړنی یی له هغه دمخه ترسره کړی وی او هغوی یی پیژندلی وی چه د ویشتلو او یا نه ویشتلو وړ دی . اصلا هغوی ته مهمه دا نه ده چه څوک څوک دی مهمه دا ده چه هر غریب او مومن سړی د هغوی دشمن دی او هغوی د نړیوال نفوس کمولو پروسه هم په مخه کی لری یعنی څومره چه نفوس کمولی شی دوی ګټونکی دی.… نور لوستل »

غرمېشتی

دې بې ناموسانو څه قتل وغارت او دواک پر سر خرلو ډګلی جوړ کړی دی؟ بې وجدانانو تاسي له طالبانو د ځانونو په مقابل کي د جګړې د شدت کمول غواړئ، خو خپله مو پر دې بې چاره او بې دفاع ولس دغسي چنګېزي او بې رحمه جنايتونه پرله پسې روان ساتلي دي. مرګ پر افغان وژونکو امريکا پالو، ټيټو ، ملي خاينانو !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close