
غزل: مسلميار افغان
مسلمیار افغان
د سپیڅلي یون د لارې لارویه
ځارله تاځار دې له وارې لارویه
له پامیره مرحبا مرحبا اورم
د راتگ شیبې دې شمارې لارویه
محتاط اوسه ډیرې سترگې درکږې دي
قدم ځای او قدم څارې لارویه
فرشتې درته په لارو کې طالبه
کړي وزرې درهوارې لارویه
فام چې هېر نکړې سپیڅلي ارمانونه
چې مو هیلې نکړې خوارې لارویه
مسلمیار دې له همته قرباني سم
شه هستۍ مو درنه زارې لارویه