نظــر

د سولې تړون که د خارجي قواوو د وتلو تړون!

ډاکټر عبدالحافظ کاکړ

د سولې د نوم سره د هر افغان ارمانونه تړلې، څلویښت کاله کیږي چې سولې ته انتظار باسو، خو په قطر کې د سولې کوم ممکنه تړون چې شاید د فبروري د میاشتي تر اخره لاسلیک شې، دا د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون دی چې یوازې د خارجي ځواکونو وتلو ته لاره برابروي،

پاته شوه هغه سوله چې څلویښټ کلن ارمان دی بې له شکه چې هغه به بین الأفغاني مذاکراتو کې به ور باندي بحث کیږي، او د هغې سولې کیلي د افغانانو په لاس کې ده، دا بیا د افغانانو پورې اړه لرې هغوۍ څنګه یو بل زغملۍ شې او د علیا ملي ګټو لپاره تر شخصي ګټو څنګه  تېریږي!

دلته مهمه پوښتنه داده چې د افغاني سولې مذاکراتو جهتونه به څوک وي؟

له بده مرغه ممکن د پورتنۍ پوښتنې ځواب ډېري مودې ته اړتیا ولري،او تر دې نامالومي مودې پوري به جګړه هم دوام ولري، دا ځکه چې د بین الافغاني مذاکراتو یو لوری چې طالبان دي مالوم دی، خو دوهم لوری لا تر اوسه مالوم نه دی، طالبان د کابل موجوده اداره بلواکه او بې واکه بولې تر اوسه یې ور سره ستقیم تماسونه نه دي نیولي، د ګډ حکومت مشر غني افغان موجوده حکومت د سولې دوهم لوری بولې، په وینا یې په مشروع توګه کولاۍ شې چې د سولې خبرو کې د افغانانو استازيتوب وکړي او دا خپله سره کرښه بولي!

خو سیاسي احزاب بیا د ګډ حکومت موده ختمه بولې او په وینایې نشې کولاۍ موجوده حکومت د ولس استازیتوب کړې، همدارنګه تېرو ټاکنو کې د شفافیت نه شتون، او د سیاسي مخالفینو له لورې  موازي حکومت جوړولو اعلان او د سولې په اړه د سیاسي احزابو اجماع نه جوړېدل او  په بین الافغاني مذاکراتو کې د هغوۍ نه ګډون هغه څه دي چې هغې سولې ته رسېدل کوم چې زموږ د ملت څلوېښت کلن ارمان دی، لا یې هم پر وړاندي ډېر خنډونه شته!

لکه څنګه چې سوله ارامه فضا غواړې، همدا شان  بېل ادبیات هم غواړې، متأسفانه د ګډ حکومت مشر همېشه د خپلو مخالفینو(طالبانو) پر وړاندي زهرجن تبلیغات کړې، او حتی پر نړیوال سټېج یې هم د کبل څخه د جګړې لپاره لوټي او ډبرې جیبونو ته اچولې وې او د الفاظو پر مټ یې د طالبانو د سیاسي دفتر پر مشرانو یې ور و توغولې”د هغوۍ(طالبانو) مشران په تجارانو بدل شوي، هر یوه یې پنځه پنځه ښځې په نکاح کړي” ور پسې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې یې د جګړې وزیر خالد د کنفرانس په حاشیه کې خبریالانو ته وویل “چې موږ او ناټو دواړو په ګډه طالبان ښه و ځپل او موږ به خپلو همکاریو ته د ترورستانو پر وړاندي ادامه ور کوو” پرون یو ځل بیا غني خپلو والیانو او قومندانانو ته په وینا کې وویل د سولې مشروع لورۍ موجوده حکومت دی او دا زما سره کرښه ده، حال دا چې د غني سهارنۍ سره کرښه ماښام په شنه کرښه بدله شوې وي.

حل لاره!

لومړۍ:دایمي سولې ته د رسېدلو لپاره دواړه لوري یو د بل پر وړاندي زهرجن تبلیغات ودروې.

دوهم:  داسې مذاکراتي ټیم چې أعضاء یې د ټولو سیاسي احزابو،مدني ټولنو،خیرخوا افغانانو چې د جګړې طرف نه وي، او نه یې هم په بین الافغاني جګړو کې برخه اخستې وې جوړېدل.

دریم: د حسن نیت لپاره د دواړو لوریو له خوا د زرګونو بندیانو ازادول.

څلورم: د خارجي قوتونو له وتلو وروسته د بین الأفغاني مذاکراتو لپاره د باور داسې فضا چې د اورکم پر ځاۍ پر اوربند مشتمله وي.

خداۍ ج دي وکړې چې افغانان سولې ته ورسیږي او زموږ د ولس او جهاد وروستۍ ارمان “په اسلامي اصولو برابر حکومت جوړولو” کې مو کامیاب کړې!

ومن الله التوفیق

۱۳۹۸/۱۱/۲۹

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کاکر صاحب ، دیره مننه حقایقو ته دی ګوته نیولی مونږ به هم څو جملی ورسره زیاتی کړو :
بلواکان او خپلواکان سره توپیر لری خپلواکان په خپله د خپلو ولسونو د ښیرازی او نیکمرغیو د پاره خپله پلانونه جوړوی او هغه عملی کوی په دی اړه د چا مرستو او دیکته کول نه غواړی او نه ورته اړه لری
برخلاف ، بلواکان ( غلامان ) د نورو غلامان وی هر څه چه وایی او هر څه چه کوی د ویلو او کولو د پاره ورته باداران په څنګ کی ولاړ وی د هغوی له خوا ورته هر څه دیکته او قومانده ورکول کیږی.
دا نه د غنی او نه د اسدالله خبری دی چه په یو ځای او بل ځای کی یی وایی دا دامریکا قومانده ده هغه مجلسونه ورته د امریکا په قومانده دایر شوی چه ایجړا ګان ( غلامان ) پکی د طالب مجاهدینو ( خپلواکانو ) ضد زهری تبلیغات وکړی
د جنګ حالاتو ته ګوری که لږ څه ګټونکی معلومیږی بیا نو روغه جوړه نه کوی د خپلو غلاشوو مالو د جلولو په غم کی جنګ او خپل جنګی حضور ته ادامه ورکوی.
فکر کوم اوس وخت کی یی پلانونه دا دی چه غلامانو ته د ډیرو وسلو او وسیلو په ورکولو او اماده کولو جنګ غلامانو ته وسباری . د همدی امله سهار یوه او ماشام بله وایی . مګر دا چه پرونی او نننی غلامان یی د غلا په مال نه دلاسه کیږی او یو د بل سره موازی جنګ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close