افغانستان

طالبان: د جعلي ټاکنو په اساس د اشرف غني بیا ټاکنه د سولې پروسې له محتوی سره په تضاد کې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په خپلولو سره د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ اعلان کړ، طالبانو ورباندې غبرګون ښودلی او د نوموړي ټاکنه یې د سولې پروسې له محتوی سره په تضاد کې بللې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې، هغوی د اشغال تر سیوري لاندې ټاکنې «جعلي» او «نمایشي» بللې، رد کړې یې دي او د ملت په سترګو کې یې د خاورو د شیندلو هڅه بللې.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «افغان مسلمان ملت به د اشغال تر پایته رسیدو وروسته د داخلي مسائلو په اړه تصمیم نیسي او خپل سیاسي برخلیک به معلوموي، هغه مهال به د یو قوي اسلامي نظام په حاکمیت سره خپلو رښتینو آرمانونو ته رسیږي.د اشغال تر چتر لاندې ټاکنې او ځان ولسمشر معرفي کول، لکه په تیرو نولسو کلونو کې يې چې د افغان مسلمان ملت ستونزه نه ده حل کړی، له دي وروسته يې هم نشي حل کولای.»

د طالبانو په خبره، د غني بیا ځلې ټاکنه مشروعیت نلري او له قانون او د سولې پروسې له روانې محتوی سره په تضاد کې ده.

هغوی ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې «جهاد» به یې د تېرو نوولس کلنو په څېر د یوه اسلامي نظام د جوړښت تر مهاله دوام لري.

یاده دې وي، چې د اشرف غني د بریا تر اعلان وروسته، د ګډ حکومت بل ونډه وال «عبدالله عبدالله» هم خپله بریا اعلان کړې او د اشرف غني کامیابي یې رد کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غ او غ دواړه غلاماه غله دی، د غلا په مال سره نه جوړیږی یو وایی ټول زه او بل وایی ټول ماته راکړی مخکی ځل خو یی بادار یوی میرمن ته په ګلخانی او بلی ته په سپیدار بنګله کی پالنګونه جوړ او په دواړو یی نکاح وتړله معلوم شی دا ځل به بمپو ورته کړنه ترسره کوی او که له بلی نوی شیطانی پلمی او فتنی به کار اخلی، او یا په دی واسطه به د توافقنامی له لاسلیک کولو بیا په شا کیږی دا امکان هم لری چه په دی واسطه به موقتی حکومت جوړولو ته زمینه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close