افغانستان

عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې رد کړې او د همه شموله حکومت د جوړولو اعلان یې وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ اعلان کړ، د ګډ حکومت بل ونډه وال «عبدالله عبدالله» دا پایلې رد کړې او د یوه همه شموله حکومت د جوړولو اعلان یې کړی.

عبدالله عبدالله څو شېبې وړاندې په کابل کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو په مهال وویل « د پاکو او شفافو په بنسټ د ثبات او همپالنې ټیم ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو، د متنازغو رایو په اړه د ټاکنو کمېسیون پرېکړه غیرقانوني وه.»

نوموړي زیاته کړې « موږ نننۍ پایلې نه منو، په ډیموکراسي باندې یې کودتا بولو او یو هر اړخیز همه شموله حکومت جوړوو.»

یاده دې وي، چې نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په خپلولو سره د ټاکنو مخکښ اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې د ۳۹ سلنه رایو په وړلو دوهم مخکښ نوماند وباله.

که څه هم د عبدالله عبدالله له لوري د جوړېدونکي حکومت نوعیت بشپړ څرګند نه دی؛ خو د پایلو تر اعلان وړاندې د جمعیت، حزب وحدت او جنبش ګوندونو هم ګواښ کړی وو، که اشرف غني بریالی اعلان شي، دوی به د عبدالله عبدالله په رهبري موازي حکومت جوړ کړي.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د اشغال تر سیورې لاندې ټاکنې جعلي بللې او د اشرف غني بیا ځلې ټاکنه یې د سولې د روانې پروسې له محتوی سره په تضاد کې ګڼلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غرمېشتی

لومړی خو د ګران هيواد افغانستان په همدغو اوسنیو شرايطو کي انتخابات شرعاً جواز نه لري، بيا په دې اوسنيو انتخاباتو کی ولس برخه نه ده اخيستې، بلکي تحريم کړي يې وه. دغه څو لکه رايي هم ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندانو د پلويانو، په ډالرو اخيستلي سوي او يو زيات شمېر يې تقلبي دي. اشرف غني له دولتي امکاناتو څخه په استفاده او د خلکو د ماليو او نورو څخه د غلا په پيسو دغه رايي ترلاسه کړي دي. چي په دې حساب غني د ګران هيواد منتخب ولسمشر نه سي کېدلای. او دا بل عبدالله چي ځان ته د حکومت جوړولو خبري کوي، بد کوي او جک وهي. دا هيواد او واک او هر څه يې د دې هيواد په ۳۵ ميليونو اوۍېدونکو اړه لري، نه د قدرت په دغو وږو لغړيانو.دغه دوه د واک شوقيان دي پوه سي او په ښه غوږ دې واوري څوک چي بد غورځي بد به پرځي. تاسي ته لږ شرم په کار دی تاسي بل کوم داسي ۳۵ ميليوني هيواد ليدلی دی چي ولسمشر دې په نهه يا اووه سوه زره رايو ټاکل کيږي؟وخورئ دا بدجوله مخان !

مجاهد

افغانستان اشغال شوی غلامان نه شی کولای چه د خپل بادار په مقابل کی بغاوت یا د مقاومت جرات ورکړی کله یی په عملی هوایی بمبارد داروی او کله یی په ډالرو قانع کوی ع او غ دواړه د جان کیری میرمنی دی میرمنو ته ګوره او نارینتوب ته!!!!!!!!!!!!!۱
دا هم د دموکراسی یوه مانوره ده چه هیواد ازاد دی او عبدالله کولای شی موازی حکومت اعلان کړی دموکراسی تر دی کچی وده کړی دموکراسی پوره او تر اخری کجی دیکتاتوری ده.
یوه اونی وروسته کیدی شی پمپو راشی او د دواړو پښی حګی کړی او دواړه ګټونکی اعلان کړی د ملی وحدت په ځای د ورورولی حکومت اعلان کړی سګ برادر شغال هست که تاسی کرزی ، عبدالله او غنی مزل ته وګوری چه ارت ارت روان وی په ډاګه درته معلومیږی چه په دوی څه شوی او څه کیږی . وایی کابل کی چه څوک په لیاره ارت ارت روان وی خلک ورته د ترجمان یا ژباړن خطاب کوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close