نړۍ

احمدي نژاد: مونږ دلایل لرو چي اسامه مخکي لا د امریکا سره بندي وو

nejadنن ټکی آسیا: د ایران ولس مشر محمود احمدي نژاد ویلي چي د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن ددې تر مخه چي امریکايان يې په شهادت ورسوي د ډیري مودې راهیسي د امریکایانو سره بندي وو.

نومړي وویل چي اوباما د اسامه د شهادت ډرامه صرف د امریکایانو د رایو د ګټلو لپاره ترسره کړې.

نژاد چي د تروریزم پر ضد نړیوال کانفرانس ته يي وینا کوله، وویل چي ددغه معلوماتو په اړه قوي دلایل لري، چي اسامه مخکي تر دې چي په شهادت ورسول سي، د امریکایانو سره بندي وو.

د ایران یو بل تن چارواکي محمد جواد لاریجواني ویلي چي که چیري امریکا د اسامه محکمه کړې واي، نو د تروریزم سره د جګړې امریکايي پټ اهداف به څرګند شوي واي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x