د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون: تېره یوه میاشت کې تر سل ډېر ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو کمېسیون وايي، روانې جګړې یوازې په تېره میاشت کې تر سل زیات ولسي وګړي وژلي.

د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او له منځه یې د ۵۰ سلنه تلفاتو پړه پر طالبانو، ۲۵ سلنه پر دولتي ځواکونو او د پاتې برخې پړه یې په نورو ډلو او عواملو اوړي.

د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون مرستیال «محمد نعیم نظري» وایي، دا شمېره چې د کمېسیون له لوري ثبت شوې، ښايي ډېره کمه وي اصلي مرګ ژوبله او شمېره شاید تر دې ډېره لوړه وي.

یاده دې وي، چې که څه هم د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون د مرګ ژوبلې اصلي عامل طالبان بولی؛ خو د بهرنیانو او دولتي عسکرو چاپې او هوايي بریدونه هغه څه دي، چې ملکي وګړو ته یې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اړولې.

همدا تېره ورځ په هرات ولایت کې د بهرنیانو هوايي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ دوولس غړي وژلي.

په داسې حال کې، چې په قطر کې طالبان او امریکا په مذاکراتو بوخت د ي، شنونکي په دې حساس پړاو کې د ملکي وګړو هدف ګرځول له سولې سره د ښکاره دښمني په مانا بولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close