حنیف اتمر: طالبان سولې ته ژمن دي او واقعي سوله غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او په تېرو ټاکنو کې د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټیم مشر «حنیف اتمر» وایي، له طالبانو سره په ناستو کې یې حس کړې، چې هغوی واقعي سوله غواړي او دې برخې ته ژمنتیا لري.

حنیف اتمر تېره شپه له شمشاد تلویزون سره په خپله ځانګړې مرکه کې وویل « له طالب مشرانو سره ناستو ماته دا احساس راکړ، چې هغوی واقعي سوله غواړي او سولې ته ژمنتیا لري؛ البته دوی به د سولې لپاره خپل شرایط لري، چې په اړه یې باید مذاکره ورسره وشي.»

د اتمر په قول، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق مواد نهايي شوي او دوی امید لري، چې توافقنامه لاسلیک شي او دواړه لوري په خپلو ژمنو ودرېږي.

اتمر ددې پوښتنې په جواب کې، چې ایا امریکا او ناټو خو به افغانستان یوازې نه پرېږدي وویل « که افغان سیاسیون اجماع جوړه نکړي، دا خطر شته، چې امریکا یوازې د طالبانو له جهت سره خبرې وکړي، دا اندېښنې په ځای دي؛ خو سیاسیون باید د وحدت او اتفاق په رامنځته کولو د افغانستان د ولس دا اندېښنې لیرې کړي.»

نوموړي ټاکنې د سیاسي اجماع د له منځه وړلو او د رقابتونو د زېږېدلو لامل وباله او په خبره یې، موږ له ټاکنو لاس واخست او  د ټاکنو د ځنډ وړاندیز مو وکړ؛ خو چا ونه مانه، همدا لامل وو، چې رقابتونه را وزېږېدل او اجماع له منځه ولاړه.

حنیف اتمر ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې باید د افغانستان ټولې برخې خپل ځان ولیدای شي او هيڅوک باید له دې پروسې ونه ایستل شي.

د اتمر له قوله، تر ټاکنو وړاندې اشرف غني ورته د سولې د چارو د مسئولیت وړاندیز وکړ؛ خو کله چې ما د ټاکنو د ځنډ خبره وکړه او یاده مې کړه، چې ټولې هڅې به په سوله متمرکزې کړو؛ دا وړاندیز چا ونه مانه.

اتمر، چې یو وخت د ګډ حکومت په ځانګړي ډول د اشرف غني ښی لاس بلل کېده، داسې مهال سولې ته د طالبانو په ژمنتیا اعتراف کوي، چې اشرف غني وایي لا هم د سولې په برخه کې د طالبانو په اراده شک لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close