افغانستان

د بشري حقونو خپلواک کمیسيون په لوګر کې د ماشومانو جنسي ځورونو راپورونه تاييد کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو خپلواک کمیسيون وايي، د دوی موندنې ښيي، چې په لوګر کې د ښوونځيو د ماشومانو د جنسي ځورونو راپورونه حقیقت لري او يو شمېر ښوونکي او د ښوونځيو مسؤولين په دې پېښو کې ککړ دي.

د بشري حقونو کميسيون په راپور کې راغلي، چې د ښوونځيو مسؤولين او ښوونکي د هلکانو په جنسي ځورکونو کې ښکېل دي او د جنسي ځورونو يو شمېر قرباني هلکانو ښوونځي پرېښي او يا شړل شوي دي.

کميسيون زياتوي، چې د لوګر ولايت د يادو ښوونځيو اتلس مسؤولين او ښوونکي يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د کميسيون مسؤولين وايي، د جنسي ځورونو له يو شمېر قربانيانو سره يې هم مرکې کړي دي.

د بشري حقوقونو خپلواک کميسيون د رسنيو څانګې مسؤول ذبيح الله فرهنګ ويلي، د جنسي ځورونو د قربانيانو کورنيو او يادو هلکانو ورسره خپل معلومات او پېښې شوې ستونزې شريکې کړي او د لوګر مدني فعالانو، چې کومه ادعا کړې وه، هغه رښتيا وه.

حکومت د قضيې پټولو هڅه کوي

د حقوقي چارو کارپوه علي فرهنګ ويلي، په لوګر کې د جنسي ځورونو د قضيې تورن کسان د حکومت بنسټونو غړي دي، ډېره بدنامي په کې د حکومت شوې او له همدې امله د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم نه غواړي، چې دا قضيې وڅېړل شي او مجرمين يې مجازات شي.

نږدې درې مياشتې مخکې په لوګر کې د مدني ټولنې مشر موسی محمودي طلوع نيوز او ګارډين برتانوي ورځپاڼې ته ويلي و، چې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د ښوونځيو سلګونه ماشومان د خپلو ښوونکو او مديرانو له لوري له جنسي ځورونې او جنسي تېري سره مخ شوي دي.

دغه راپور په هېواد دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول، موسی محمودي د ملي امنيت له لوري ونيول شو، خو د يو شمېر نړيوالو فشارونو په پایله کې ازاد او له هېواده وتلو ته اړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x