افغانستان

اجرائيه ریاست د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع الخروج اعلان کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ اعلان کړ، اجرائیه ریاست دا پایلې رد کړې او په یوه تازه حکم کې یې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع الخروج اعلان کړي.

له اجرائيه ریاست څخه په همدې تړاو خپاره شوي حکم کې د بهرنیو چارو وزارت ته ویل شوي، چې ښايي د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي له هیواده وتښتي؛ نو ځکه د احتیاطي تدابیرو د اخستلو او قطعي حکم د راتګ تر مهاله د دواړو کمېسیونو رییسان، مرستیالان او غړي له هیواده د وتلو اجازه نه لري.

د اجرائيه ریاست د حکم په اساس، په دې برخه کې له غفلت کوونکو سره قانوني چلند کېږي.

اجرائيه ریاست وروسته له هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع الخروج اعلانوي، چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په خپلولو د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې د ۳۹ سلنه رايو په خپلولو دوهم مخکښ نوماند وباله.

اجرائيه رییس د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه د ډیموکراسۍ په وړاندې کودتا وبلله او د همه شموله حکومت دجوړولو خبر یې ورکړ.

بل لور ته د ثبات او همپالنې ټیم د کمپاین مشر «فضل احمد معنوي» په ټویټر لیکلي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو له بهرنیو سفارتونو ویزې غوښتي؛ خو هغوی د ویزو له ورکولو ډډه کړې او اوس ارګ ورته سیاسي پاسپورتونه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x