افغانستان

ویسا ورځپاڼه: د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو اعلان به د بحران زياتېدو لامل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې په خپلې نننۍ سرمقاله کې د ولسمشريزو ټاکنو پايلو د اعلان په اړه اندېښنه ښودلې، چې دا پایلې به د بحران د پای پر ځای د بل بحران د پيل لامل شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ويلي، له نږدې پنځو مياشتو وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم مشر اشرف غني تر پنځوس سلنه رايو په ترلاسه کولو د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله خپله بریا اعلان کړ او د ملي مصالحې حکومت جوړولو اعلان يې وکړ.

ويسا زياتوي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو له اعلان سره به روان بحران نوی رنګ غوره کړي، ځکه چې عبدالله يې مخالفت کړی او د هغه مخالفت بې محاسبې نه دی.

سرمقاله زياتوي، تر اوسه يوناما او بهرنيو سفارتونو د اشرف غني د بريا په اړه خپل نظرونه نه دي څرګند کړي او ښايي بهرنيان يو ځل بيا د خپلو ګټو په رڼا کې يو بل معجون حکومت پر ولس وتپي.

د ويسا په وينا يو طرفته د جنجالي پایلو اعلان سره د عبدالله څرګند مخالفت او بل لور ته له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې او که په داسې حالت کې د اشرف غني ټيم واک ته ورسيږي، نو هيڅکله هېواد له روان بحرانه را ونه باسي.

ورځپاڼه وايي، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، خو د اشرف غني بریا به بین الافغاني خبرې له بحران سره مخ کړي؛ ځکه هغه به په دې اړه خپل نظر تحميلوي او په دغسې يوه حالت کې د سولې تصور ګران دی.

د ورځپاڼې په وينا اشرف غني او ټيم يې پر ملي اجماع باور نه لري او تېره شپه د اشرف غني په وينا کې ګلبدين حکمتيار ته پيغور ورکول د نوموړي د راتلونکې ارادې ښکارندوی ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x