افغانستان

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې تړون ته نږدې يوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، امريکايي ډيپلوماټان له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او د سولې تړون ته نږدې شوي دي.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس د ټرمپ له قوله ليکلي: «زموږ استازي له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، په دې هيله يوو، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.»

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې نږدې يو نيم کلنې خبرې نهايي شوي او دواړه لوري وايي، په لنډ وخت کې به د سولې تړون لاسليک شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، د روانې فبرورۍ مياشتې تر پایه به له امريکا سره د سولې تړون لاسليک شي.

طالبان وايي، د سولې تړون له لاسليکېدو مخکې به د جګړې تشدد کم او سوله ييز چاپيريال به رامنځته کړي.

امريکايي چارواکي هم له طالبانو سره د سولې تړون ته خوشبينه دي، خو په ورته وخت کې اندېښنه ښيي، چې د سولې تړون د ګټو سربېره له خطرونو او ننګونو سره مخ کېدای شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني، د هغه مرستيالان او يو شمېر نور چارواکي د سولې او طالبانو پر خلاف له کرکې ډکې څرګندونې کوي.

د چارو کارپوهان وايي، د سولې په اړه د ګډ حکومت د چارواکو له کرکې ډکې څرګندونې به بین الافغاني خبرې له ننګونو سره مخ کړي او که د اشرف غني ټاکنيز ټيم يو ځل بيا د پنځو کالو لپاره د واک په ګدۍ کيني، د سولې هيلو ته رسېدل به ستونزمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x