
دوستم: د عبدالله له پرېکړې ملاتړ کوو، د شمال خلګ دې د والیانو معرفي کولو ته تیاری ونیسي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړه رد کړه او د نوي حکومت د جوړولو اعلان یې وکړ، د ګډ حکومت د مشر لومړي مرستیال «دوستم» له دې پرېکړې ملاتړ کړی او د نویو والیانو د معرفي کولو د تیاري غږ یې کړی.
دوستم، چې نن یې د جوزجان په مرکز «شبرغان» کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « د افغانستان د شمال خلګ دې د والیانو د معرفي کولو تیاری ونیسي، حق ورکول کېږي نه؛ اخستل کېږي، سر له سبا دې د سرپل، فاریاب او نورو ولایتونو خلګ راووزي او د خپلې بریا جشن دې ولمانځي.»
نوموړي زیاته کړه « د خلګو حقوق په نظر کې نه دي نیول شوي، هغه ټیم چې بایللې یې وه، ګټونکی اعلان شو، موږ د عبدالله عبدالله له پرېکړې ملاتړ کوو.»
د دوستم په قول، هیڅ داسې حکومت د منلو وړ نه دی، چې د جوزجان د خلګو حقوق په نظر کې نه وي پکې نیول شوي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په خپلولو سره مخکښ اعلان کړ او اجرائيه رییس عبدالله یې د ۳۹ سلنه رایو په خپلولو دوهم مخکښ نوماند وباله.
عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون پرېکړه او د نوي حکومت د جوړولو خبر یې ورکړ.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اشرف غني بیا ځلې ټاکنه نا مشروع او د سولې د روانې پروسې له محتوی سره په «تضاد» کې وبلله.