روغتیانړۍ

چين: د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په چين کې د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له دوو زرو اوښتی دی.

د چين حکومت د روغتيا وزارت له لوري نن چهارشنبه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۰۴ ته رسېدلی دی او له دې ويروسه د اغېزمنو کسانو شمېر له ۷۴ زرو اوښتی دی.

له چين پرته په نورو هېوادونو کې هم له دې ويروس څخه تر اوسه شاوخوا اووه سوه کسان اغېزمن شوي دي.

د هانګ کانګ حکومت نن ويلي، په دغه هېواد کې د کرونا ويروس له امله دوهم تن هم مړ شوی، همدارنګه په جاپان، فليپين، تائيوان او فرانسه کې هم يو يو تن مړه شوي دي.

د چين حکومت تېره ورځ پر دغه ويرس د اخته ۴۴۰۰۰ کسانو تفصيلي معلومات خپاره کړي وو.

د عامې روغتيا وزارت له قوله، په کرونا د اخته کسانو اتيا سلنه ناروغۍ خطرناکې نه دي، د دغې ناروغۍ ډېر خطر په ناروغو او زړو کسانو کې وي.

د دغې ناروغۍ له مله ډېر خطر ډاکټرانو او روغتيا پالانو ته متوجه دی او تېره ورځ هم د وهان ايالت کې د ووچينګ روغتون مشر ۵۱ ډاکټر ليو زيمينګ خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x