افغانستان

تېره میاشت نږدې اووه سوه دولتي کارکوونکي د طالبانو لیکو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، په تېره جنوري میاشت کې د حکومت له بېلابېلو ارګانونو نږدې اووه سوه تنه ددوی لیکو ته ورغلي.

د طالبانو  ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « د (۲۰۲۰م)کال د جنوري په میاشت کي  داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۶۸۲تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول .»

د طالبانو په خبره، تسلیم شویو کسانو له ځانه سره د ګڼ شمېر وسایطو، وړو او لویو وسلو او مهماتو هم د راوړلو تر څنګ ژمنه کړې، چې نور به له «دښمن» سره هیڅ تعلق نه ساتي او له «مجاهدینو» سره به هر راز همکاري کوي.

یاده دې وي، چې طالبان د دولتي کارمندانو د جذب په موخه د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم کمېسیون لري، چې هره میاشت سلګونه کسان د دولت له لیکو رابېلوي او تر څنګ په مقابل صف کې د خپل نفوذ د زیاتوالي هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د طالبانو لیکو کی څه دی؟
آیا د خلکو بچیو او ځامنو ته د تعلیم زمینه برابریږی، د کورنی خرڅ، دوا خواړو هر چا ته ورسیږی؟ که داسی وی چی ټول حکومتی مامورین چی د یوی مړی ډوډی په خاطر حکومت سره کار کوی دوی به ټول د طالبانو لیکو ته درشی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x