افغانستان

د ټاکنو پایلې: لا هم د «يوناما» او امريکا سربېره بهرنيو سفارتونو اشرف غني ته مبارکي نه ده ويلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ ناوخته د ټاکنو خپلواک کميسيون د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم مشر اشرف غني د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ګټلو د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله د کميسيون د پرېکړې پر خلاف خپل ځان ګټونکی اعلان کړ.

د ټاکنو پايلو له اعلانېدو نږدې لس ساعته تېر شوي، خو لا هم تر اوسه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» امريکا او نورو بهرنيو سفارتونو اشرف غني ته د هغه د بريا مبارکي نه ده ويلې.

د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی ټاکنيز ټيم ځان د ټاکنو ګټونکی بولي، خو عبد الله عبدالله او نور نوماندان د پايلو له منلو انکار کوي.

عبدالله عبدالله او جنرال دوستم د کميسيون د پرېکړې پر خلاف ثبات او همپالنې ټيم ګټونکی اعلان کړی او وايي، چې د ملي مصالحې حکومت به جوړ کړي.

د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم ملاتړي جنرال عبدالرشید دوستم پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې په شمال کې د نوو واليانو معرفي کېدو ته انتظار وکړي.

د کارپوهانو په اند هېواد يو ځل بيا د ټاکنيز بحران پر لور روان دی او ويل کيږي، چې د ټاکنو کميسيون دا پایلې د يوناما او امريکا سفارت له مشورې پرته اعلان کړي دي.

سرچينې وايي، افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په کابل کې د عبدالله عبدالله سربېره له نورو نوماندانو او سياستوالو سره په سلامشورو بوخت دی او د رامنځته شوي بحران د حل لپاره هلې ځلې کوي.

د چارو کارپوهان وايي، کېدای شي دا ځل د تېر پر خلاف د ملي يووالي پر ځای د ټولو مخکښو نوماندانو معجون حکومت رامنځته شي، د هېواد د عليا ګټو پر ځای سياسي مصلحتونه په نظر کې ونیول شي او د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت هم متضرر شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دواړه احتماله موجود دی لمړی : چه غلام غنی د قلابی ټاکنو جوړولو کی ډیره سرمایه ګذاری کړی وه چه دی په دوهمه دوره کی هم ریس پاتی شی او تاریخ کی یی د دوه دورو یعنی مهم غلام ریس په نامه یاد شی او ضمن کی به ورسره بادارانو هم د خپلو نورو شرایطو د تطبیق د پاره هوکړه کړی وی . دوهم: دا چه په دی مقطع زمانی کی کیدی شی غلام غنی له دی ویری چه مبادا باداران د سولی له خاطره د بل موقتی حکومت اعلان وکړی نو مونږ به له قلابی ریاسته بی برخی شو… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close