ټولنیزه برخه

له خور سره ښېګڼه

حامد افغان

د سعودي شمال الجوف سیمه کې د “میمونة” په نوم یوه عالمه او داعیه پېغله نادره کیسه کوي، هغه وایي: یوه پېغله نجلۍ د سرطان په مرض اخته سوه، دې اوولس وروڼه او پلار لاره او مور یې وفات شوې.وه، دې اوولسو وروڼو کې یې یو له مور و پلاره سکنۍ ورور و او نور یې میرني وروڼه وو. دا د علاج لپاره ریاض ته وليږدول شوه خو هلته یې علاج نه کیدی او ډاکټرانو ورته وویل چې امريکا کې د دې علاج کیدی شي.

که څه هم دې ناروغې نجلۍ خپل پلار او وروڼو ته ډېرې زارۍ وکړې چې د علاج لپاره یې امریکا ته بوځي، خو څرنګه چې امریکا کې په علاج زیات لګښت کیده نو پلار او وروڼو یې هغه نه شوی وړلی. یوه ورځ یې خپل سکني ورور ته په ډېره عاجزي سره وویل چې که امریکا ته یې د علاج لپاره بوځي.

سکني ورور یې په وس کې ګذاره کوله، عادي معاش یې و او د اوسیدا یو کور یې لاره، د خور کمزورې او د شفقت وړ حالت یې زړه نری کړ، بله ورځ یې چا ته کور په ګروي ورکړ او د خور د علاج لپاره یې پیسې ورنه واخیستلې. ښځه یې چې خبره سوه سمدستي د پلار کره ولاړه او په تهدیدي ډول یې ورته وویل چې که له دې پرېکړې لاس وانخلي هیڅکله به د ده کره ورستنه نه شي.

د ځوان د دې کار یې وروڼو هم مخالفت وکړ، خو ده د چا ونه منله، د سفر کاغذات یې برابر کړل او خور یې امریکا ته روانه کړه. لنډه دا چې امریکا کې یې اته میاشتې تېرې کړې، خور یې روغه نه شوه، وفات شوه، د هغې مړی یې سفارت سعودي ته راورسوه.

دی په داسې حال کې تش لاسونه بېرته راستون شو چې وظیفه یې هم له لاسه وتلې وه، ښځه یې هم د پلار په کور ناسته وه، د طلاق غوښتنه یې کوله او وروڼه یې هم ورته غوسه وو چې زموږ دې نه منله. ځوان په داسې بوږنوونکي حالت کې ښاروالي کې ډریوري پیدا کړه، په دې نیت یې کار پیل کړ چې وروسته ګوندې ښه وظیفه پیدا کړي.

د الله تعالی کړو ته ګورئ، څو میاشتې وروسته یې د مور کوم خپلوان حال ورته راولیږه او د څه کار لپاره یې “طریف” ته وروغوښت، هلته چې ورغی هغه زېری ورکړ چې د (الکلالة) میراث په ډول فلاني ځای کې ډېره زیاته ځمکه په میراث ورته رسیدلې ده! د میراث په اړه له قانوني اجرائاتو وروسته یې د خورا زیاتې ځمکې صک او قباله ترلاسه کړه.

کمه ځمکه یې خرڅه کړه، خپل کور یې بېرته ترلاسه کړ، هغه یې د خپلې ښځې په نوم ولیکه، د کور د ملکیت له دې کاغذاتو سره یې طلاق نامه هم تیاره او د تنګسیا په وخت تښتېدلې ښځې ته یې دواړه ورولیژل، هغې ډېرې هڅې وکړې چې مېړه یې له طلاقه رجوع وکړي او دا بېرته د هغه ښځه شي خو ده ونه منله.

پاتي برخه ځمکه یې وکرله، ګڼ شمېر څاروي یې واخیستل او د هغو روزنه او تجارت یې پیل کړ، د سړي شتمني مخ په زیاتیدا شوه او اخیر یې بې حسابه شتمني ته خپل او پردي ټول غاښ په ګوته پاته وو. ځوان وایي چې دا ناڅاپي روزي الله تعالی د خپلې خور د دعا له برکته راکړه. امریکا کې مې خورکۍ د مرګ په شيبو کې دعا راته وکړه ول یا الله! په ورور مې د څپانده اوبو په څېر روزي وربرابره کړې…

ځوان بله صالحه مېرمن وکړه او وروسته الله تعالی نېک عمله اولادونه ورنصیب کړل. د دې کیسې بیانوونکې پېغله ميمونه د کیسې په پای کې لیکي: زه د همدې ځوان مشره لور یم! هغه ځوان چې خپله ټوله شتمني یې له خپلې خوره قربان کړه، خور یې “میمونة” نومیدله او پر ما یې د خپلې خور نوم ایښی ده!

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حامد صاحب ستاسی لیکنی خو ډیری خوږی او په حقایقو تکیه لری او د عبرت زده کړی پکی خوندی وی الله ج دی اجرونه درکړی نور می څه د لاسه کیږی تور توتان تر تا قربان او یا
برګی سبزی است تحفه درویش چه کند بینوا همین دارد

Back to top button
Close
Close