افغانستان

کرزی: ټاکنې د بهرنیانو دسیسه وه، چې د ملي حاکمیت د تضعیف په خاطر ترسره شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې او په وړاندې یې د موازي حکومتونو د جوړېدلو ګواښونه راوټوکېدل، د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» ویلي، ټاکنې د بهرنیانو دسیسه وه او په افغانانو تحمیل شوه.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د ټاکنو تر نامه لاندې پروسه کومه چې پر افغانانو تحمیل شوه، غیر ملي وه او د ولسواکۍ له ارزښتونو سره یې ټکر درلود، چې د خلګو نه ګډون ددې واقعیت بیانوونکی دی.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « د اپروسه د بهرنیانو هدفونو ته انعکاس ورکوي او د ملي حاکمیت د تضعیف او د خلګو او اقوامو تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو لپاره په لاره اچول شوې، نو طبیعي ده چې خلګو ته به د منلو وړ نه وي.»

د کرزي په خبره، په اوسني وخت کې افغانستان تر بل هر وخت زیات ملي وحدت ته اړتیا لري، تر څو په مټ یې وکولای شي، سرتاسري او پایداره سولې ته لاره پیدا کړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په خپلولو سره د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ اعلان کړ، چې توند غبرګونونه یې راوپارول.

اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» د ټاکنو پایلې رد کړې او د یوه همه شموله حکومت د جوړولو اعلان یې وکړ.

بل لور ته طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره، د اشرف غني بیا ځلې ټاکنه نامشروع او د سولې پروسې له منځپانګې سره په تضاد کې وبلله او د اسلامي نظام د حاکمیت تر مهاله یې د جهاد په دوام ټینګار وکړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کرزی وخت ناوخت ښه واقعیتونه او حقایق بیانوی مګر ښی خبری له خوشی او غلام له خولی اورول کیږی، کرزی ته هر څه معلوم دی ځکه دی لمړی شاه شجاع وو چه د امریکایانو په الوتکو کی سپور او میکپ شوی د امریکایانو ډولی کی هیواد ته راوړل شو او دیارلس کاله غلام ریس وو. هغه وایی چه: [ ټاکنې د بهرنیانو دسیسه وه، چې د ملي حاکمیت د تضعیف په خاطر ترسره ] او زیاتوی چه [ ، ټاکنې د بهرنیانو دسیسه وه او په افغانانو تحمیل شوه.] بلکل سمه وایی مګر د (تحمیل) په ځای یی باید (… نور لوستل »

نعمت الله
میلمه
نعمت الله

ستا بیړه دی غرفه شی چی خپلی شخصی ګتی درته مهمی دی ستا په وخت کی خو جی انتخابات کیدل هغه وخت هرسه سم وو خو جی اوس انختابات کیزی نو هرسه خراب دی

Back to top button
Close
Close