
کورنیو چارو وزارت-اجرائیه ریاست ته:د ممنوع الخروج حکم ورکول د لويې څارنوالي او سترې محکمې دنده ده
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت اجرائيه ریاست د ټاکنیزو کمېسیونو په غړو باندې له هیواده د وتلو بندیز ولګاوه او بهرنیو چارو وزارت ته یې ددې کار د څار امر وکړ، د کورنیو چارو وزارت یې په اړه متقابل غبرګون ښودلی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، د هیواد په اتباعو باندې د ممنوع الخروج حکم کول د لویې څارنوالي او سترې محکمې دنده ده؛ نو ځکه د کورنیو چارو وزارت ټول ګامونه د نافذه قوانینو په رڼا کې اخلي.
Nasrat Rahimi, a spokesman for the MoI, in response to CE Abdullah’s decree barring the leaders of the electoral commissions from leaving the country, said: “According to the law, only the Attorney General's Office and Supreme Court have the authority to ban the people.” pic.twitter.com/znjqsGxumG
— TOLOnews (@TOLOnews) February 19, 2020
یاده دې وي، چې نن اجرائیه ریاست په یوه حکم کې د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ټول غړي، رییسان او مرستیالان ممنوع الخروج اعلان کړل.
د اجرائيه ریاست د خبرپاڼې له مخې، ددې کسانو د فرار احتمال موجود دی؛ نو ځکه باید وڅارل شي او حساب ورسره وکړل شي.
اجرائیه ریاست دا حکم د ولسمشریزو ټاکنو تر اعلان وروسته په کمېسیونونو باندې لګولی وو.