ورزش

سبا پاکستان کې د پي ایس ایل کرېکټ سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستان تجارتي سیالیو (PSL) پرانیستې لوبه سبا د پنجشنبې په ورځ په کراچي ښار کې پېل کیږي.

دا لومړی وار دی چې د پاکستان سوپر لیګ بشپړ سیالۍ پاکستان کې ترسره کیږي، ددې لپاره د کراچي نیشنل لوبغالی، د لاهور قذافي لوبغالی، راولپنډي لوبغالی او ملتان لوبغالي انتخاب شوي دي.

په پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې د فروري په ۲۰مه نېټه پېل کیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نیټې به دوام وکړي.

په یادو لوبډلو کې اسلام اباد یونیټډ (شاداب خان)، کویټه ګلډيئټرز (سرفراز احمد)، کراچي کینګز (عماد وسیم)، پشاور زلمي (ډيرن سیمي)، ملتان سلطانز (شان مسعود) او لاهور قلندرز (سهیل اختر) شاملې دي.

لومړۍ لوبه چې د یو لړ پرانیستې مراسمو وروسته به پېل شي د اسلام اباد یونیټډ او کویټه ګلډیئټرز لوبډلو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پر وخت د ماښام په ۷:۰۰ بجې ترسره شي.

د پاکستان سوپر لیګ چارواکو د مراسمو په لړ کې نن د چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان سوپر لیګ جام څخه پرده پورته کړه.

پي ایس ایل کې ۳۶ بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي چې ګڼ شمېر یې پاکستان ته رسیدلي او هلته په تمریناتو بوخت دي.

د یاونې ده چې د پاکستان سوپر لیګ تېر څلورم پړاو سیالیو اتلولي د کویټه ګلډيئټرز لوبډلې ګټلې وه، له دوی پرته دوه وارې اسلام اباد او یو وارې پشاور زلمي لوبډلې اتلولي خپله کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close