افغانستان

ارګ: تر دې وروسته د اجرائيه رياست په نوم اداره نشته

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اشرف غني د ټاکنو ګټونکی دی او په نوي حکومت کې به د اجرائيه رياست په نوم اداره وجود ونه لري.

د ارګ وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي، اشرف غني په خپلو ټاکنيزو شعارونو کې له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې نور به ګډ حکومت دوام نه کوي، اوس چې نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي، نو طبيعي خبره ده، چې نور به د اجرائيه رياست په نوم جوړښت وجود ونه لري.

صدیقي وويل، چې اشرف غني به په څو ساعتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسيون له لوري د ولسمشرۍ وثيقه ترلاسه کړي او رسما به د افغانستان ولسمشر اعلان شي.

خو د اشرف غني مخکښ سيال عبدالله عبدالله د ټاکنو کميسيون پرېکړه رد کړې، د اشرف غني بريا يې چلينج کړې او په يوه فرمان کې يې د ټاکنو کميسيون ټول مشران له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

عبدالله عبدالله کورنيو چارو وزارت ته امر کړی، چې د ټاکنو کميسيون کمشنران بايد وڅارل شي او له هېواده د هغوی د وتلو مخنیوی وکړي.

د ارګ وياند د عبدالله دغې پرېکړې ته هم غبرګون ښودلی او وايي، چې د چارواکو ممنوع الخروج اعلانول يوازې د سترې محکمې او لويې څارنوالۍ دنده ده او له دې پرته څوک د داسې پرېکړې واک نه لري.

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

د اوسونہ دا حکومت عقل للاسہ ورکڑے وایی یو کس پہ کلی کی چا نپریخودہ ھغہ زور کولہ چہ آس می دملک پہ کور کی وتڑی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د دموکراسی تقوی [ غلا، دروغ او درغلی ] ده لمړی : د سپتمپر له نړیوالی فاجعی د دموکراسی تقوی شروع شوی ۹۱۱ د امریکا د امرجنسی حوادثو د پاره ۹۱۱ دایروی په هماغه شماره ۹/۱۱ جوړ کړو مګر د ۹۱۱ په ځای ورته ۹/۱۱ وایی یعنی د دغه فاجعی ټولی کوچنی او لوی کړنی مخکی له مخکی او په دیر دقت جوړی شوی . دوهم : زمونږ هیواد اشغال ، دیوه هیوا هم نه د ۵۰ هیوادو په واسطه اشغال زمکه مو د هغوی په ټانکو او نظامی مهماتو او هوا مو د هغوی په الوتکو پته په هره… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close