افغانستان

«اشرف غني او خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمښت په مدیریت خبرې کړې»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «په دغه کتنه کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو پر جزئیاتو او د افغان حکومت له لوري د هغه د مدیریت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.»

خبرپاڼه وړاندې د غني له قوله لیکي، چې په دې لیدنه  کې نوموړي د خپل حکومت له منسوبینو سره مشورې ارزښتمنې وبللې او په دوام يې ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په بنسټ، خلیلزاد د هغو ګامونو په اړه چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته اخېستل کېږي، اشرف غني ته معلومات ورکړل.

د تاوتریخوالي د کمولو طرحه، چې د طالبانو او امریکا له لوري د توافقنامې لاسیلک ته د زمینې برابرولو په موخه ورباندې بحث شوی، تمه ده اووه ورځې دوام وکړي.

که څه هم لا طالبانو او امریکا د جګړې د شدت د کموالي د نېټې په اړه جزئيات نه دي ورکړي؛ خو د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست «مسعود اندرابي» تېره ورځ ویلي وو، دا دوره به تر پنځو ورځو پورې پیلېږي.

د اندرابي په قول، د تاوتریخوالي کمول به هر اړخیز وي او په دې ورځو کې به طالبان له بریدونو او چاودنو لاس اخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اصلا خو ګود شیطان ( لمړی متفکر ) او غلام غنی ( دوهم متفکر ) طالبانو ته هم د ګلبدین په شان د تسلیمی په نیت او فکر کی وو چه وسله دی په زمکه کیږدی د اوقافو وزارت او یو څو ریاستونه به ورته ورکړو او نور طالبان به عسکری کی استخدام کړو . اوس یی عقل سر ته راغلو . وایی چه طالبانو د جنګ د کمیدو ژمنه کړی غلام غنی هم باید تیاری ونیسی مګر طالبان متوجه دی چه د هر تعرض په مقابل کی به زمکه ورباندی اور کړی انشالله. غلام غنی غلام دی غلام هویت… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close