روغتیانړۍ

ایران کې د کرونا ویروس له دوه پېښو ثبتېدو څو ساعته وروسته دواړه ناروغان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): نن د چهارشنبې په ورځ ایراني چارواکو خبر ورکړ چې د کرونا ویروس له کبله په ایران کې تازه دوه پېښې ثبت شوي دي.

د یادې پېښې ثبتېدو څو ساعته وروسته د ایران خبري اژانس «مهر» له مخې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دوه ایرانیان کوم چې نن په کې د کرونا ویروس پېښې ثبتې شوې وې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران په قم ښار کې د طبي علومو پوهنتون مشر د مهر خبري اژانس ته وویل، هغه ایرانیان چې د کرونا ویروس پېښې په کې ثبت شوې وې مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه، «دوه ایرانیان چې د کرونا ویروس له کبله په تنفسي ناروغۍ اخته شوي وو مړه شوي دي».

د چهارشنبې ورځې په پېل کې د ایران روغتیا وزارت په کرونا ویروس د اخته کسانو دوه پېښې ثبت کړې وې، خو د همدې ورځې په پای کې یې د مړینې خبر ورکړ.

باید وویل شي چې په چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر له ۲زرو پورته شوی او پر دې د اخته کسانو شمېر نږدې ۷۵زرو ته رسیږي، خو چینایي چارواکي وایي ویروس مخ پر کابو کېدو دی او په نویو پېښو کې کمښت راغلی دی.

د چین سربېره نږدې ۳۰ نورو هېوادونو کې پر کرونا ویروس څه باندې ۷۰۰ پېښې ثبتې شوي او ۸ تنه وژل شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

خدای د نکړی چی له ایران افغانستان ته راسی دا به یوه بله غمیزه وی پر دی ملت باندی.

احمد شاه ګلزار
میلمه
احمد شاه ګلزار

وژل شوى که خپله مړه شوى،؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه فکر کوم د ایران اخوندان هوشیار دی هغوی به یی وژلی وی چه ژر یی د وایروس د خپریدو مخه نیولی وی. زه نه پوهیږم د اسلام له مخی په څرنګه وی که د یوه انسان لاس کی د سرطان دانه وی مخکی له دی چه سرطان یی ټول بدن ته سرایت وکړی هغه لاس پری کول تری جایز دی ځکه بیا ټول بدن له منځه وړی ښه داده چه هغه کس یو لاس ونه لری. نو که په یو هیواد کی د دوه ناعلاجه ناروغانو په وژلو نور اتباع ته له صدمی رسیدلو ژغورنه کیږی ددغو یا داسی… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close