افغانستان

ثبات او همپالنه ټیم د کابینې پر جوړولوکار کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ حوت، ۱۳۹۸ل): د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم وايي، د کابیني په جوړولو یې سلا مشورې پیل کړې او ډېر ژر به والیان هم معرفي کړي.

دغه څرګندونې د ثبات او همپالنې ټیم غړي «رحمت الله ځلاند» له امریکا غږ سره د خپلو خبرو په مهال وکړې، نوموړي وویل «موږ به په ټولو اداراتو کې که وزارتونه دي که ریاستونه دي، که ولسوالۍ دی، ټولو کې به خپل نفر ولرو، موږ د کابینې په جوړښت کار روان کړی، تاسو به ډېر ژر زموږ د والیانو د معرفي کېدو شاهدان واوسئ.»

نوموړي زیاته کړه  « زموږ حکومت اساسي حکومت دی، موازي حکومت نه دی، د خلګو په رایه راغلی، تقلبي حکومت نه دی، هغه حکومتونه چې په تقلب راغلي، هغه به موازي حکومتونه وي، موږ به ټول ادارات ولرو او پوځ به ولرو.»

د ځلاند په قول، هغه حکومت چې په تقلب راغلی وي، سولې ته هم ژمنتیا نلري.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په وړلو د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې دوهم مخکښ کاندید وباله.

عبدالله عبدالله او ګڼو نورو نوماندانو دا پرېکړه رد کړې او د ثبات او همپالنې ټيم د موازي حکومت جوړولو اعلان کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی ده دغه د 50.64 عدد لکه د قران ایت له شکایاتو د مخه او وروسته عین عدد دی یعنی یا لمړی پړاوو ټاکنی دومره شفافی وی چه له شکایاتو ارزونی وروسته هم عین نتیجه راووتله او یا دا چه شکایات هیڅ ارزول شوی نه دی دغه یوه یا دوه میاشتی د شکایاتو په نوم یی هسی وخت ضایع کړو ؟
اصلا خبره دا ده چه
سګ برادر شغال هست
ع او غ په تیرو ټاکنو کی هم ورته تقلبی ټاکنی ترسره شوی وی په مستعمره هیواد کی تآکنی هیڅ معنی او ماهیت نه لری هر څه د اشغالګرو په لاس او واک کی دی د ټاکنو نوم صرف د هیوادوالو او نړیوالو د خطاایستنی د پاره یا رڼا ورځ سترګو کی د خاورو شیندلو معنی لری او په افغان مظلوم اولس یو سرباری توهین دی.
اشغلګر خبلو استعماری اهدافو ته ګوری د هغو اهداقو له مخی باید کوم غلام ریس او کوم یو یی معاون شی او یا یو لیری او بل مقرر شی یوه ته چوکی او بل ته ډالر او داهیله ورکوی چه په راتلونکی کی به تاسی ریس کیږی او لا بله مهمه دنده به درسبارل کیږی امتخانی دوره که مو موافقانه تیره کړه زمونږ هماغسی غلام یاست لکه څو لسیزی دمخه چه غلام وی او معاشونه دی په هماغه کچه او یا تر هغه به هم زیات درته رسیږی

اجمل

څنګه به جنګ سالاران، غله، د ځمکو غاصبین وکولای شی چی د یوی کابینی پر جوړولو سره توافق وکړی. هغوی ټول عمر یو بل ته غله وه اوس کابینه جوړه وی عجیبه ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close