افغانستان

طالبان: د غني ټاکل په دې معنی دي، چې اشغالګر لا هم د افغان وژنې لړۍ ته هوډمن دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ حوت، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د ټاکنو مخکښ اعلان کړ، طالبانو ورباندې توند غبرګون ښودلی او د غني ټاکل کېدل یې د افغان وژنې لړۍ ته د بهرنیانو د هوډ ښکاره نښه بللې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ورځې تبصره تر نامه لاندې خپره شوې لیکنه کې، چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي، راغلي « دا چې اوس یوځل بیا غني د پنځو کلونو لپاره د جعلي انتخاباتو په مټ یرغلګرو ولسمشر اعلان کړ؛ دا په دې مانا دی چې یرغلګر د افغان دښمنۍ او افغان انسان وژني لړۍ ته نورهم هوډمن دي، چې دوام به ورکوي، له دې نه ښکاري چې د بشردوستۍ او سوله ساتي ځواک په نوم راغلي دا بهرني اشغالګر هیڅکله پر افغان ولس د نسبي سوکالۍ او رحم اراده نلري.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « یرغلګر باید په دې ځان پوه کړې چې دا رژیم نور په افغان ولس کې دومره منفور دی چې تصور یې نه کیږي، نو که یرغلګر بیا هم د داسي جنایت کاري ډلګۍ ملاتړ ته دوام ورکوي؛ نو مطلب دا چې یرغلګر به نور هم په نړیواله او ولسي کچه ځان د کرکي او نفرت وړ وګرځوي، او هغه ادعاوي به یې مطلق دروغ ثابتي شي چې ویل یې موږ د دمکراسۍ، عدالت او د افغان ولس د سوکالۍ لپاره د یو سوله ساتي ځواک په توګه راغلي یو.»

د طالبانو په خبره، د غني له بیا ټاکلو سره به بهرنیان نور هم د افغان ولس او نړۍ په منځ کې منفور او د کرکې وړ وګرځي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ هم طالبانو د یوې رسمي اعلاميې له لارې د غني ټاکنه د سولې د روانې پروسې له منځپانګې سره په تضاد کې بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د غره له ځناورو او یا له زهر لرونکو خزنده وو نوره څه هیله کیږی. د غره لیوان چه کوم حیوان ښکار کوی د هغه حیوان غوښی په ژوندینی خپل مسلم حق ګڼی هغه حیوان که د مرګ وخت کی رمپاړی وهی لاس او پښی غورځوی د غرو لویانو ته لویه سرغړونه ده فکر کوی چه ولی یی د دوی د غوشو خوړلو ښه مود ورګډ وډ کړو نو لا ورباندی فشار واردوی تر هغی چه ویی خوری او هضم یی کړی. انسانی ټولنه کی انسانی لیوان بیا د غرو تر لویانو ډیره وړتیا او پیاوړتیا ځکه لری چه هر… نور لوستل »

احمد

افسوس سد افسوس
تاسي يي أوس يرغلگر مني
مگر الله سبحانه و تعالي دير پخوا يرغلگر خودلي دي
خو دومره وأيم چه ددوى سره د صلحي خبري فايده نكوى أو هسي مو د پاتي إيمانه خلاصوى

حبیب کوچی

تاسو چرته ملاءک یاست تاسو هم افغانان وژنی. له کفارو سره ناسته کوی ولاړه کوی او خپل ورونه افغانان وژنی. والله بل الله د تاسو عقل او منتق ته سړی حیرانه شي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x