نظــر

د بګرام خاطره«دوهمه برخه»

عبدالحليم مخدوم

په ملاقات کې له آمریکايي عسکرو سره جنجال ا و د آمریکايي عسکر مسلمانول!

زه یې چې د ملاقات ځای ته ورسولم په بل بندي مې غږ وکړ چې د کوم ځای یې؟ اسکورټ را باندې ناره کړه
No talking
(خبرې مکوئ) ما ورته کړل: you can’t stop us from talking ( تاسو مونږ له خبرو نشی بندولی) .

اسکورټ بیا نارې کړې چې که مو بیا خبرې وکړې نو ملاقات مو ختم شو! ما ورته کړل که له بندي سره په خبرو مې ملاقات بندېږي نو د تل لپاره یې بند کړئ، خو له خبرو مې نشی بندولی، نو یې په مخابره کې نارې کړې چې: دی نه غواړي ملاقات وکړي، مشرانو یې بې له پلټنې غږ پر وکړ چې بېرته یې پنجرې ته بوځئ! دلته نو یو بل بندي چې د ننګرهار و او زما سره په پنجره کې و، هغه هم زما ننګه وکړه چې ده ته ملاقات نه ورکوی زه هم ملاقات نه غواړم، بس دواړه یې بېرته خپل د پنجرې په لور را روان کړو، ما اعتراض وکړ چې د دې ننګرهاري غریب ملاقات مو ولې خراب کړ؟ او ننګرهار والا ویل چې د ده ملاقات مو ولې خراب کړ؟ بس دواړو یو په بل ننګه وکړه او پنجرې ته نه تللو نو یې کلاس روم ته بوتلو تر څو مشران راشي او خپل پرابلم ورسره حل کړو، په کلاس روم کې دوه عسکر راته موظف و یو پورته د پنجرې په سر او یو کښته راته ګرځېدی، زمونږ دواړو لاسونه اوپښې ولچک او زولنه، ورته ناست و، آمریکايي عسکرو به معمولا ًله بندیانو سره د خپل غرور له کبله خبرې نه کولې مګر یو یو به پکې دخبرو شوقي هم پيدا کېدای، دې وخت کې نو ما کم وزیات شپږ کاله تېر کړي و، او انګلیش مې هم ګزاره کوله.

ما هم له موقع نه په استفادې سره لازمه وګڼله چې دې لاندېني عسکر ته داسلام دعوت ورکړم.

نو مې له دې لاندېني عسکر څخه پوښتنه وکړه چې یو څو پوښتنې لرم ممکن چې ځواب یې راته ووایې؟ دا عسکر چې نسبتا ًاخلاقي و، راته کړل یې ولې نه پوښتنې مو په څه باب دي؟

ما ورته کړل د مذهب په اړه، دې عسکر راته کړل ډېر اعلی خپل پوښتنې وکړه.

ما ورته کړل له کوم مذهب سره تړاو لری؟ ځواب یې راکړ
‏Christian (عسوي) نو مې یو څو دانې دشخصي ژوند په اړه هغه پوښتنې ځنې وکړې چې له مذهب سره یې تړاو درلود نو سړي پول لاس اچولی وو ځکه هم یې شراب ښکل، هم یې د خنزیر خوښه خوړله او هم یې له ښځینه عسکرو سره ناوړه جنسي اړیکې درلودې، ناولده یې دا راته وکړه چې دلته په بګرام کې د افغاني عسکرو په ملګرتیا کې په افینو هم روږدی شوم، چې له ۱۲۰۰ ډالرو میاشتنۍ تنخوا (معاش) څخه مې تقریبا ً۴۰۰ ډالر ډالر په دې شیانو مصرفیږي! نو مې ورته وویل چې تا دې خپل مور پلار، ښځه ماشومان هلته آمریکا کې پرېیښي دي او دلته د امپراتورانو هدیرې ته راغلی یې، هر ګړی امکان شته چې د افغانانو له خوا ووژل شې حتی دغه افغاني عسکر چې ستاسو درېشي یې اغوستې او ستاسې تنخوا اخلي هم ستاسو عقیدوي دښمنان دي او ستاسو د وژلو شیبې شماري(د یادولو وړ ده چې وروسته په بګرام کې به ډيرو افغاني عسکرو او حتی قوماندانو او ضابطانو پس له مذاکرې او مجلس راته ویل چې مولوي صاحب مونږ مسلمانان یو، آمریکایان زمونږ او ستاسو د عقیدې مشترک دښمنان دي، خو حیف او افسوس چې دلته بګرام کې آمریکایان له مونږ سره سلاح نه پرېږدي که مو په بګرام کې سلاح درلودلی نو به مونږ د خپل ټوپکانو ډک شاجوران د آمریکايي قوماندانانو او عسکرو په سینو او ځيګرونو کې خالي کړي او د دوی په وژلو به مو خپل زړونه یخ کړي وای).

نو د یو ملګري په توګه زما خبرو ته غوږ ونیسه او هڅه وکړه چې عملي یې کړې ځکه چې په همدې کې دې هم ځاني او هم مالي کټه ده، ته دوه کاره وکړه، یو بیا افغانستان ته مه راځه او بل دا مردار کارونه پرېږده، ځکه ښه ځوان یې نه غواړم چې دلته په افغانستان کې زمونږ افغانانو له لاسه ووژل شې، او د مردارو کارونو په پرېښولو کې دې مالي ګټې دي، سړي په تعجب سره راته وویل do you want to kill me (ایا ته غواړې چې ما ووژنې) ما ورته کړل که چېرې مونږ افغانان په آمریکا بې موجبه یرغل وکړو او درشو آمریکا ته، ستاسو آمریکایانو کورونه در خراب کړو، ستاسو بچیان وروڼه، مور پلار او خپلوان در ووژنو او تاسو هم بنديان کړو ستاسو عکس العمل به څه وي؟! ده راته کړل چې مونږ به ټوله هڅه کوو چې تاسو دې ته اړ کړو چې آمریکا پرېږدی، ما ورته وویل خبره صفا راته وکړه هڅه څه معنا؟ زارۍ به راته کوی چې زمونږ له وطنه ووځئ؟! راته کړل یې خپل ټوله هڅه به کوو د ضرورت په صورت کې وژل او بندي کول د یرغلګر لپاره ښه اپشن دی.

ما ورته کړل افغانانو هم عین کار کړی او کوي یې …..

حوصله او دعاء مو غواړم قصه لږ اوږده ده!

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close