افغانستان

روسیه: تمه ده د ټاکنو پایلې پر سوله منفي اغېزه ونکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنیو چارو  وزیر «سرګي لاوروف» وایي، هیواد يې په تمه دی، چې د ټاکنو د پایلو اعلان به د افغان سولې پر بهیر منفي اغېز ونکړي.

ازادي رادیو د روسیې د دولتي خبري اژانس «انټرفکس» په حواله کاږي، چې دغه څرګندونې نوموړي په مسکو کې د کابل حکومت د پارلمان له مشر «میر رحمان رحماني» سره په لیدنه کې وکړې.

راپور د سرګي لاوروف له قوله کاږي «موږ یو وار بیا جدي او تر ډېره حده له خوشبینۍ ډک معلومات ترلاسه کوو چې تمه ده بین‌الافغاني خبرې پیل شي او هغه ټولې مهمې مسئلې په پام کې به ونیول شي چې روسیه‌یې د ملاتړ لپاره تیاره ده.»

د راپور په حواله، سرګي لاوروف ژمنه کړې، چې د وضعیت له نورمال کېدو وروسته به یې هیواد د افغانستان د بیارغونې په برخه کې همکاري روانه وساتي.

روسیه داسې مهال له منفي اغېزو د افغان سولې د لرې ساتلو وړاندیز کوي، چې په هیواد کې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان سیاسي وضعیت کړکېچن کړی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د موازي حکومت د جوړولو اعلان کړی او د کابیني په جوړولو یې سلا مشورې روانې دي.

بل لور ته طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر غني ټاکل کېدل د سولې پروسې له محتوی سره په تضاد کې وبلل.

د شنونکو په باور، په هیواد کې راټوکېدلی ناوړه سیاسي کړکېچ به د بین الافغاني خبرو په وړاندې نور خنډونه هم وزېږوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x