د ټاکنو پایلې که د یوې بلې لوبي پیل!

حافظ عبدالسلام

د کله نه چې د افغان جګړې پر وړاندې په امریکایې ولس کې حساسیتونه را پاريدلي، او نږدې په هره سروې کې تر ۹۰%سلنه پورې عام امریکایان غواړي چې عسکر یې بیر ته باید کورونو ته را ستانه شي، د افغانستان د جګړې موضوع اوس په امریکایې ټاکنو کې مهم تأثیر غورځولۍ، که څه هم رایه ورکونکي اکثرا د نوماندانو داخلي سیاست او برنامو ته ګوري، خارجي سیاست د رایو لاسته راوړلو باندي خاص اثر نه لري، خو د افغانستان موضوع او د عسکرو را ویستل بیا مستثنی ده او مستقیما پر ټاکنیزو کمپاینو او رایه لاسته راوړلو باندي تأثیر لري!

ټرمپ په لومړۍ ځل د امریکا جمهوري ریاست ته د خپل نوماندۍ پر وخت په ټاکنیزه مبارزه کې له  همدې شعاره “که بریالۍ شوم له افغانستانه ټول عسکر را وباسم ” استفاده کړې وه، په ټاکنو کې بریالۍ شو، خو لومړۍ د جمهوري ریاست دوره یې پاۍ ته رسیږي لا یې هم پر خپله وعده له امریکایې ولس سره وفا و نکړه، ممکن غوښتل یې چې د دوهم ځل لپاره په ټاکنو کې بیا له همدې شعاره استفاده وکړې، خو دا ځل امریکایي ګوندیز خپلمنځي ټاکنو کې ټول نوماندان خارجي سیاست کې د افغانستان څخه د عسکرو را ویستلو پر موضوع تمرکز لري او په خارجي سیاست کې ورته اولویت لري، نو! ځکه ټرمپ کوشش کوي چې دا ځل د وعدې پر ځاۍ په عمل کې دا کار وکړې کنه، پر تشو وعدو یې امریکایې ولس اعتبار نه کوي باید د خپلې لومړۍ دورې تر ختمېدو مخکې عسکر را وباسي.

امریکایي ولسمشر د شل کلنې جګړې وروسته عسکر وباسې خو، دا نه غواړي چې څوک ور ته ووایې تاسو په افغانستان کې ما ته وخوړه! له همدې وېري د سولې پروسه کې نوې نوې شرطونه ږدي، او کله نا کله بیا د خپل غرور او اعاده حیثیت لپاره وایې”زه جګړه ګټلاۍ سم خو نه غوام یو میلیون خلک ووژنم” ښه! موږ نه درته وایو چې تاسو بایللې خو زموږ د تاریخ د حماسو کتاب کې پر موږ تحمیل سوې جګړه موږ بایللې هم نه ده!

موږ چې هر ځل د یرغلګرو پر وړاندي په ملي وحدت سره مبارزې ته را دانګلي او شکست مو ور کړۍ متأسفانه! بیا د ملي وحدت او حکومت په جوړولو کې پاته راغلي یو! او دښمن هم پر کرار نه دۍ کېنستلۍ په منافقت او پټو لاسوهنو یې لاس پوري کړۍ، چې دا دوهمه هغه یې تر لومړۍ د تل لپاره ډېره خطرناکه ثابته شوې!

د انتقام دا لغته ډېره خطرناکه وي، واحد ملت پر کوچنیو ټولیو ووېشل شې په خپلو منځو کې پر جګړه بوخت وي انارشي را منځ ته شې دښمن د شر پر غونډۍ ناست تماشا کوي په نتیجه کې د مبارزې سپېڅلۍ ارمان د یو واحد ملت په توګه اسلامي سیاسي حکومت جوړول ناکام شي!

دا ځل باید طالبان د مبارزې د قوي سنګر او علمبردار په توګه ډېر متوجه وي، د دښمن د وروستۍ لغتي څخه هم ځان او هم ملت و ساتي، دا ځل یې سیاسي لغته د ټاکنو په نامه دسيسه وه چې ولس ور باندې لاړي تف کړې، او په رایه اچونه کې په نه ګډون سره یې تحریم کړل، ولس تر ځایه خپل کار وکړ، پاته شوه د طالبانو اسلامي تحریک د ولس رښتیني استازي په توګه د پوره مهارت او درایت څخه کار باید واخلي!

د امید سترګي بیاهم طالبانو ته دي هغوۍ باید یوازې د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو په فکر کې نه وي، او د ولس، هیواد ساتني لوۍ مسؤلیت پر غاړه واخلي، اوس چې هېواد یو ځل بیا د ممکنه انارشي خوا ته روان دی او د تجزیې اوازې خپریږي سیاسي بې ثباتي ورځ تر بلې زیاتیږي دې حالت عادي افغانان ور خطا کړي، او د تېر په څېر د هېواد ژغورلو لپاره بیا هم امیدونه طالبانو ته دي، تر څو د دښمن د وروستۍ حربې مخه و نیول شي.

ددې کار لپاره باید د طالبانو مشران د مسکو پرمټ په څېر د افغان سیاسیونو سره دوامداره روابط وساتي او ټول ارتباطي چینلونه په کار واچوي په اوس وخت کې طالبانو ته په کار ده چې د خپلو ګټو او سیاسي احزابو او سیاسي بانفوذه شخصیتونو د ګټو ترمنځ همږغې راولې تر څو علیا ملي ګټې تحقق پیدا کړې او د مبارزې وروستي هداف اسلامي سیاسي حکومت جوړ کړل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د هغو افغانانو دا ډول وسوسی پر ځای دی هغه چی لاهم طالبان سم نه پيژنی او د تاريخ په پخوانيو شواهدو او واقعاتو قياس کوی ، خو که مونږ خپل تير تاريخ څه چی د اسلام پوره تاريخ ته که ځير سو وبه وينو چی وروسته له اصحابو کرامو داسی سپيڅلی او ميړنی مجاهد ندی تير سوی ، لدی کرامو سره غيبی مرسته ده او دا مرسته د دوی په خالص ايمان او مړانی سره ده ، د دوی ټولی پريکړی د مجاهدو علماو پريکړی دی ، هيڅ وسوسه او تشويش ندی پکار هرڅه به الله تعالی سم کړی… نور لوستل »