روغتیا

د غوږونو څاڅکي په داسې طریقه استعمال کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): د جرمني «ابوتیکن اومچاو» ژورنال په غوږو کې د درد څاڅکي اچولو په اړه وایي، که چیرې څاڅکي یخ وي باید په غوږو کې یې له اچولو ډډه وشي، دا د سرګردانۍ، ګنګستیا او غوږونو د لا زیات درد لامل کیږي.

ژورنال لارښوونه کوي چې له استعمال وړاندې باید د یوې مودې لپاره د غوږونو څاڅکي داسې ځای کې کیښودل شي چې یخوالی یې له منځه ولاړ شي.

او ددې لپاره چې څاڅکي مو د غوږ اصلي برخې ته ورسیږي، سر مو په یوه اړخ کیږدئ، د غوږ لاندینۍ نرمه برخه مو پورته خوا ته کش ونیسئ چې د درمل څاڅکی دقیق ځای ته ورسیږي، بیا څاڅکي ورواچوئ.

له څاڅکو اچولو وروسته باید د څو دقیقو لپاره په هماغه اړخ انتظار وکړل شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې غوږ چرچ او زویې ولري، تر څو درمل اصلي ځای ته ځان ورسوي.

خو دا مشوره چې له څاڅکو اچولو وروسته غوږ کې مالوچ کیښودل شي ناسمه ده، ځکه چې د غوږونو لپاره له باکتریا او میکروبونو څخه پاکې هوا ته اړتیا لیدل کیږي.

سرچینه: الجزیره نت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x