پر عمر اکمل له «پي ایس ایل» سیالیو پېل کېدو څو ساعته وړاندې بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی عمر اکمل په داسې ورځ له بندیز سره مخ شو چې څو ساعته وړاندې د پي ایس ایل سیالۍ پېل کېدونکې وې.

د پاکستان کرېکټ بورډ پر عمر اکمل په ګڼ شمېر سرغړونو له هر ډول کرېکټ فعالیت بندیز ولګوه، چې له مخې به یې په پاکستان تجارتي سیالیو کې ګډون نشي کولی.

دا په داسې حال کې چې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کراچي ښار کې تجارتي سیالۍ پېل کیدونکي دي، په دې سیالیو کې نږدې ۳۶ بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

عمر اکمل تر دې دمه د پاکستان سوپر لیګ په تېرو څلورو پړاوونو کې ګډون کړی چې د یادو سیالیو او د لوبډلې په ګټه یو وتلی لوبغاړی ثابت شوی دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ (PCB) د اعلامیې له مخې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیټې د ۴.۷.۱ برخې لاندې عمر اکمل په سمدستي ډول ځنډولی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې عمر اکمل د اداري فسار پر وړاندې د مبارزې کمیټې لخوا تر څیړنې لاندې دی، که څه یې هم څرګند لامل نه دی په ډاګه کړی خو تر څیړنو بشپړیدو به عمر اکمل په هیڅ ډول کرېکټ فعالیت کې ونډه نشي اخیستلی.

عمر اکمل د پاکستان لوبډلې تکړه چټک لوبغاړی دی خو په سختو نیوکو، ناسمو اخلاقو او د اداري فساد په تور له ملي لوبډلې بهر شوی دی.

دوه اونۍ وړاندې د پاکستان بېلا بېلو رسنیو خبر ورکړ چې عمر اکمل د تکړښت ازموینې پر مهال ناسم حرکتونه کړي چې شونې ده په راتلونکې نږدې کې له بندیز سره مخ شي، خو هغه مهال پي سي بي عمر اکمل له نظره غورځولی و.

باید وویل شي چې د پاکستان سوپر لیګ پرانیستغونډه او لومړۍ سیالۍ نن د پاکستان پر وخت په ۷:۰۰ بجې په کراچي کې پېل کیږي، په لومړۍ سیالۍ کې به اسلام اباد یونیټډ او کویټه ګلډیئټرز مخ کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د