نظــر

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

پوهنمل اسد وحیدي

په کابل کې د ولسمشریزو ټاکنو اعلان د ځینو نور اړخونو ترڅنګ طالبانو ته هم حیرانوونکی او ټکان ورکوونکی و. داسې ښکارېدله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې پر دې شفاهي توافق شوی وي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به نه اعلانیږي او یا به هم دویم پړاو ته ځي. که په دې اړه کوم توافق هم نه و، خو ښايي امریکايي اړخ طالبانو ته د معلوماتو په حد کې ویلي وي چې ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ځي او له هغه وړاندې به د سولې هوکړه لاسلیک کیږي. طالبان د شفاهي توافق یا معلوماتو پر اساس ډاډمن شوي وو، چې افغانستان به یو ځل بیا د پنځو کلونو لپاره منتخب ولسمشر ونه لري او په دې ډول به نه یوازې د سولې چانس زیاتیږي، بلکې ورسره به دوی له کوم مشروع او منتخب حکومت سره مخ نه وي، چې ډېر امتیاز وغواړي.

د ولسمشرۍ د پایلو اعلان طالبان حیران کړل او د امریکا پر ضد یې یو ځل بیا توندې او تېزې څرګندونې وکړې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني غبرګون کې د اشرف غني ټاکنه ناقانونه او نامشروع وګڼله او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې دا چاره ″ د سولې د روانې پروسې له محتوا ″ سره په ټکر کې ده. طالبانو پر دې هم بسنه ونه کړه او د سولې په دې ګرمه فضا کې یې د جګړې د دوام خبره تکرار کړه. په همدې اعلامیه کې راغلي: ″زموږ جهاد به د تېرو ۱۹ کلونو په څېر تر هغو روان وي چې اشغال پای ته ورسېږي″. له دې څرګندونو ښکاري چې طالبان پر دې اعلان سخت غوسه دي. د دوی غبرګون لا توند شو او پر خپله رسمي وېبپاڼه یې ″ د ورځې خبره″ تر نامه لاندې په یوه لیکنه کې پر اشرف غني د توندو نیوکو تر څنګ د امریکا پر نیت هم بدګوماني څرګنده کړه. په دې لیکنه چې د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي، ویل شوي: « دا چې اوس یو ځل بیا غني د پنځو کلونو لپاره د جعلي انتخاباتو په مټ یرغلګرو ولسمشر اعلان کړ؛ دا په دې مانا ده چې یرغلګر د افغان دښمنۍ او افغان انسان وژنې لړۍ ته نورهم هوډمن دي، چې دوام به ورکوي». له دې لیکنې واضح ښکاري چې طالبان د ټاکنو اعلان د امریکا کار ګڼي او هغوی د جګړې او افغان د وژنې پر دوام تورنوي. له دې سره سره طالبان بیا هم امریکا ته وايي چې که دا ټاکنې د دوی په خوښه نه وي اعلان شوې، نو خپل دریځ دې روښانه کړي. په همدې لیکنه کې راځي: ″که چیري بهرنیان د دغه رژیم په بیا انتخاب کې لاس نه لري؛ ولس ته دې څرګنده کړي، ترڅو ولس وپوهیږي چې په افغان دښمنۍ کې د دوی ونډه ترکومې کچې ده″. د طالبانو له دې دریځه ښکاري سره له دې چې دوی فکر کوي اشرف غني د امریکا له خوا ولسمشر اعلان شوی، خو دا چې امریکا لا هم اشرف غني ته مبارکي نه ورکوي، نو تمه هم لري چې امریکا دا اعلان رد کړي.

د طالبانو شک پر ځای، خو تمه یې بې ځایه ده. امریکا اشرف غني ته اجازه ورکړه چې د ټاکنو کمېسیون پر مټ ځان بریالی اعلان کړي. داسې معلومات شته چې په دې تړاو د اشرف غني او امریکايي اړخ ترمنځ په مونیخ کې توافق شوی و. د امریکا له خوښې او اجازې پرته شونې نه وه چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي، ځکه په ټاکنو کې تر اوسه پورې ځنډ او خنډ هم د امریکا په خوښه او غوښتنه و. اوس چې امریکا نه غواړي اشرف غني ته مبارکي ورکړي او یا هم دا اعلان یو مخ رد کړي، دوه لاملونه لري:

لومړی دا چې په دې چوپتیا سره امریکا طالبانو او د اشرف غني سیاسي مخالفینو ته وايي چې د اشرف غني د ولسمشرۍ اعلان د دوی کار نه دی او دوی آن پر دې چاره خوښ نه دي.

دویم دا چې دا چوپتیا ددې لامل کېږي چې سیاسي لانجې، د موازي یا دویم حکومت هڅې، مخالفتونه، لاریونونه او بغاوتونه زور واخلي. په دې سره به د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ستونزې او فاصلې لا زیاتې شي. له بله اړخه ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي. له دې وروسته به بین الافغاني خبرې پیلیږي، خو د اشرف غني او مخالفینو لانجې به یې د بین الافغاني خبرو د پيل چاره نوره هم ستونزمنه کړي او که پیل هم شي، لانجې به دومره زیاتې وي چې پایله به یې نه وي. ددې تر څنګ اوس اشرف غني ځان مشروع ولسمشر هم ګڼي، له بریا وروسته یې په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې ګواکي طالبان دې د دوی غېږې ته ورشي او دوی به ځای ورکړي. نوموړی اوس غواړي ډېر امتیاز واخلي، چې دا چاره هم د بین الافغاني خبرو په بریا کې خنډونه جوړوي. د بین الافغاني خبرو ناکامي یا پکې د ځنډ او خنډ جوړول د امریکا اصلي غوښتنه ده، ځکه چې په دې سره به دوی ته زمینه برابره شي چې په افغانستان کې خپل نظامي او استخباراتي حضور وساتي. د بین الافغاني خبرو ناکامي، یا پکې خنډونه به ددې سبب شي چې امریکا په کور دننه او نړیوالو ته ووايي چې موږ له طالبانو سره توافق وکړ او له افغانستان څخه مو د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړل، خو دا چې افغانان په خپلو منځو کې نه جوړیږي، نو موږ مجبور یو چې په افغانستان کې پاتې شو. د بین الافغاني خبرو د لانجې پر مهال به په افغانستان کې ځیني کړۍ دا غږ هم پورته کړي چې امریکايي ځواکونه دې نه وځي، ځکه په خبرو کې پرمختګ نشته او د کورنۍ جګړې وېره ده. ښايي ځیني هېوادونه هم له امریکا وغواړي چې په افغانستان کې د ستونزو د مخنیوي لپاره هلته نظامي حضور وساتي. په دې سره به امریکا خپل نظامي حضور ساتي او دا هغه څه دي چې امریکا یې غواړي. امریکا فکر کوي د لانجو په دې مرحله کې به طالبان هم کمزوري شوي او وېشل شوي وي او بیا به دوی هم اړ وي چې امریکايي نظامي حضور ومني. د همدې لپاره د ټاکنو پایلې په دې ډول اعلان شوې، مخالفتونه وشول او امریکا تر اوسه چوپتیا غوره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دا د پاکستان پنجابیو مصنوعی ملایانو تربیه شوی طالبان نه یوازی چی دوی د پاکستان ګوډګیان او د پاکستان د خائينو ارمانو تر لاسه کولو غلامان بلکه دوی مطلقآ وحشی جاهلان دی او د حکومتی جغور هیڅ نلری ، په ډالرو تربیه شوی او خرڅ شوی محدوده ډلګۍ د فریبی لپاره د اسلام مبارک دین لمنه ئي محکمه نیولی ( لکه دا نور خرڅ شوی تش په نامه مسلمانان د تنظیمونو ساختګی رهبرانو ) په واقعیت کښي دوی نه صادق مسلمانان دی او نه داسلام مبارک دین په باره کښي اندکترین معلومات لری ،که تاسو سره لږ افغانی غیرت موجود… نور لوستل »

جميل

امريکا د پاته کيدو بهانی نه لټوی او نه هم ودی بهانو ته اړ دی ، امريکا ماته ده د تيښتی سنګينه لار لټوی خو دا ارمان به يی پوره نسی او ډيره سپکه ، په مړو سترګو او په شرمو به وزی . د امريکا او متحدينو په پيخر شتون کی چی د طالبانو په صفوفو کی درز رانغی د دوی په تيښته او ځغستا کی يی دا درز ناشونی دی ، دا ارمانونه به ګور ته يوسی ، طالبان ښه پوره پوهيږی چی اشغالګر په تيښته کی دی او نور د ټينګيدو ندی او نه هم د دی… نور لوستل »

پتمن

زه خپله د پوهنمل اسد وحیدی د خبرو دیو اړخ سره هغه داچی امریکایان او به خړوی او خپل ماهیان نسی موافق یم. او افسوسد د هغه افغان پرفکرراته چی لا تراوسه خپل هغه وروڼه چی خپل سرونه یی نظرانه کړی په بیلو رنګونووهی. اوتراوسه دخوبه ندی راویښ سوی، اونه هم د اسلام دمبارک دین څخه ځانونه خبروی. ایا په قرآن کښی الله ج کافر دمسلمان دښمن ندی بللی، ایا و مسلمان ته الله ج ندی فرمایلی چی کافرپه دوستی مه نیسی دهغوی څخه لیرسی او دهغوی په لاره تګ مه کوی؟ که د قرآن ودی ویناته یقین موجود وی… نور لوستل »

مجاهد

د کرنی په رشته د فزیک متحصص د علینګار ډاکتر صاحب! د خپلی رشتی له مخی مو طالبان د مصنوعی ملایانو روزل شوی شودلی حیرانوونکی ده چه غروال صاحب د خاوری فزیک له مخی طالبان پاکستانی روزل شوی ثابت کړی او خپله د جرمنی اسپنتا او انګریزی احدی مرید نه دی امین لعین به هم ویل، مسلمانانو ورونو د نمازدیګر د لمانځه وخت دی د ۱۵ دقیقو د پاره به تفریح وکړو او تفریح یی د شرابو پیالو به شرنګولو پیل کړه. او لا نجیب ګاو به څومره ډیره ښه ایتونه او حدیثونه بیانول غروال صاحب هم د اسلام سره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx