طالبان: د سولې تړون کې له کابل حکومت سره د مذاکراتو هېڅ يادونه نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امريکا سره د هوکړې مسوده چمتو شوې او په دې مسوده کې پر کېدونکي تړون د عمل لپاره د څار يو ميکانيزم هم جوړ شوی دی.

ښاغلي شاهين له انډيپينډټ اردو ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ښايي تر سبا له امريکا سره د هوکړې لاسليک کره نېټه روښانه شي او په دې تړون کې د کابل حکومت سره د مذاکراتو هېڅ يادونه نه ده شوې.

ښاغلي شاهين زياته کړې، چې د کابل حکومت په رسميت نه پيژني او نه هم ورسره رسمي خبرې کوي، بلکې له امريکا سره تر تړون وروسته به د افغانستان له ټولو سياسي جهتونو سره خپلمنځي خبرې پيل کړي.

د تاوتريخوالي کمولو په اړه د قطر دفتر وياند ويلي، چې دوی د اوربند کومه پرېکړه نه ده کړې، بلکې له امريکا سره د تړون لپاره سوله ييز چاپېريال رامنځته کوي او د جګړې تشدد به کم کړي.

ښاغلي شاهين زياته کړې، چې د سولې تړون لاسليک به د قطر پلازمېنې دوحه کې کيږي او د نړۍ ۲۴ هېوادونو چارواکي به په کې ګډون وکړي.

تر دې وړاندې د قطر دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، د روانې فبرورۍ مياشتې تر پایه به له امريکا سره د سولې تړون لاسليک شي.

ځينې ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، ښايي د روانې مياشتې له ۲۲ نېټې «دوه ورځې وروسته» د طالبانو او امريکا ترمنځ د جګړې تشدد کمول پيل شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او افغانستان لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې تړون ته خوشبيني ښودلې، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني او ځينې نور چارواکي لا هم له طالبانو سره د سولې تړون پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو هڅه کوي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ميونخ په امنيتي کنفرانس کې ويلي و، لا هم د سولې په اړه د طالبانو په نيت شکمن دی.

د اشرف غني يوه سلاکار وحيد عمر هم ويلي، د بین الافغاني خبرو له اصطلاح سره ستونزه لري او دا خبرې به د حکومت او طالبانو ترمنځ وي، خو طالبانو وار له مخې څو ځله ويلي، د کابل حکومت په رسميت نه پيژني، بلکې حکومت به په بين الافغاني خبرو کې د نورو سياسي ډلو په څېر د خبرو ګډونوال وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Adam Khan
میلمه
Adam Khan

ZA KHOSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM
KA KHABAR SHOM CHE PAKHTOON DA CHA GHULAM SHO

Thank you Shahen Saib.
You, the grandkid of Abdali and Khushal

جميل
میلمه
جميل

الحمدلله ثم الحمد لله
ما به تل ويل چی لدی خاينو غلامانو سره بايد خبری ونسی ، دوی د خبرو نه خو د سختی سزا مستحق دی .
زمريانوته نه ښايی چی پخپل کورنی چارو کی د ګيدړو او چغالانو سره خبری او فيصلی وکړی ، د دی شيطان صفتو مړسترګو غلامی به هغه وخت لا نوره هم جوته سی چی د مالکانو د پوره تيښتی نه مخکی ټول طالب بنديان خوشی کړی .

اجمل
میلمه
اجمل

شاهین یو ځل مخکی هم ویلی وه چی توافقنامه به د جنوری میاشتی تر آخره امضا شی خو هسی ونشول اوسی یی بیا څه ګډی وډی شروع کړی زه خو یی نه منم. لکه عبدالله عبدالله غوندی یی نه منم. هر وخت چی د پاکستان او امریکی خوښه راشی هغه وخت به امضا کیږی. ولاړ شی د ملا ### جایدادونه وژغوری چی سبا به ستاسو هم همدا حال وی.

Back to top button
Close
Close