خبرتیاوی او پیغامونه

د عربي ژبې او محاورې د زده کړې خبرتيا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): د پېښور جامعة الإمام بخاري رحمه الله اړوند «معهد زيد بن ثابت» رضي الله عنه يو ځل بيا د تېرو درې کلونو په څېر د عربي ژبې او محاورې د زدکړې شايقونو ته خبر ورکوي چې د باتجربه استادانو تر  إشراف لاندې څلويښت ورځنۍ دوره پيليږي او شایقين دې ژر تر ژره د مدرسې له ادارې سره اړيکه ونیسي.

په دغه څلوېښت ورځنۍ دوره کې د عربي ژبې، لوست، ليک، محاورې او استماع باندې ډېر تمرکز کيږي او د محدودو زده‌کوونکو لپاره د داخلې ځای شته.

يادونه: په داخله کې پر صرف او نحو پوهو طالبانو ته اولويت ورکول کيږي.

د دورې افتتاح: د رجب پنځمه نېټه:

ادرس: د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار رينګ روډ جنوب لور ته جميل چوک ته نږدې جامعة الإمام بخاري رحمه الله.

د اړيکو شمېرې: 03499312622 / 03059258933

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x