لیکنېنظــر

په نيويارک ټايمز کي د سراج الدين حقاني ليکنه / پښتو ژباړه

کله چې په ۲۰۱۸م کال کې زمونږ استازو له امریکا سره خبرې پيلولې، زمونږ ټولو په نيزد په دې اړه چې دا خبرې به نتيجه ورکړي، باورصفر ته نږدې وو. مونږ تېرو ۱۸ کلونو جګړې او د خبرو اترو ګڼو پخوانيو هڅو ته په پام سره چې بې ګټې ثابتې شوې وې، د امريکا پر نيت بيخي بې باوره وو.

مګر سره له دې مو هم پرېکړه وکړه چې يوه بله هڅه هم وکړو. دغه اوږده جګړه هر چا ته په درنده بيه تمامه شوې وه. د سولې د هر ډول بالقوه فُرصت له لاسه ورکول د حکمت تقاضا نه وه، ولو که د برياليتوب چانس يې ډېر کم هم وو. له څلورو لسيزو زياتې مودې راهيسې هره ورځ جګړې د افغانانو ژوند اخيستی. هر چا د کورنۍ يو ګران غړی له لاسه ورکړی. هر څوک له جګړې ستړي شوي دي. زه په دې باور يم چې نور بايد دغو مرګونو او دردونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

دمتحدو ايالتونو تر مشرۍ لاندې بهرنۍ ټلوالې سره زمونږ جګړه زمونږ انتخاب نه وو بلکې مونږ ورکې له ځان څخه دفاع ته اړ شوي وو. ځکه نو د بهرنيو عسکرو وتل زمونږ لومړنۍ او تر ټولو ستره غوښتنه ده. دا چې نن له متحدو ايالتونو سره د سولې د تړون په درشل کې يو، دا وړه خبره نه ده.

د ملا عبدالغني برادر او شير محمد عباس ستانکزي تر مشرۍ لاندې زمونږ د مرکچي ډلې همکارانو په تېر يو نيم کال کې له امريکايي مرکچيانو سره يوه تړون ته د رسېدلو له پاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې. زمونږ پر کليو د متحدو ايالتونو د درنې بمبارۍ له کبله زمونږ د منسوبينو له تکراري اندېښنو او خواشينۍ او د امريکايانو له خوا هر وخت د نويو، نويو غوښتنو له مطرح کولو سره، سره مونږ خبرو اترو ته ژمن پاتې شوو.

مونږ ان هغه مهال هم د سولې دروازه خلاصه پرېښوده چې د متحدو ايالتونو ولسمشر ټرمپ خبرې بندې وبللې. دا ځکه چې د جګړې دوام تر ټولو زيات زمونږ افغانانو په تاوان دی. دا هم روښانه ده چې د دغسې جدي خبرو په پايله کې له دوه اړخيزو تېرېدنو پرته د سولې هېڅ ډول تړون هم ممکن نه دی. دا چې مونږ له خپل هغه دُښمن سره چې دوه لسيزې مو ور سره په داسې حال کې بې درېغه جګړه کړې چې مرګ پکې د باران په څېر وريده، دغسې ګردابي خبرو ته ژمن پاتې شوو، دا د دې ښکاره ثبوت دی چې مونږ د جګړې پای ته رسولو او خپل هيواد ته د سولې راوستلو ته ژمن يو.

مونږ هغه اندېښنې او پوښتنې درک کوو چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته رامينځ ته کيدونکي نظام د ډول په اړه د افغانستان د ننه او باندې موجودې دي. د دغسې اندېښنو په ځواب کې بايد ووايم چې دا په بين الافغاني اجماع پورې اړه لري. مونږ بايد اجازه ور نه کړو چې اندېښنې مو د دغسې واقعي بحثونو او خبرو د لارې خنډ شي چې د لومړي ځل له پاره له پردي اغېز او مداخلې آزاد چاپيريال کې تر سره کيږي.

هېڅ لوري ته هم نه ښايي چې د مخکې ټاکل شويو نتايجو او شرطونو په وړاندې کولو سره د دغه بهير مخه ډب کړي. مونږ دې ته ژمن يو چې له نورو اړخونو سره د متقابل احترام په چاپيريال کې په مشورتي ډول پر مخ لاړ شو او د يوه داسې نوي ټول-شموله سياسي نظام په اړه هوکړې ته سره ورسيږو چې د هر افغان غږ پکې اورېدل شوی وي او هېڅ افغان وګړی ورکې د محروميت احساس و نه کړي.

زه باوري يم چې له بهرنۍ واکمنۍ او مداخلې څخه له آزادۍ وروسته به مونږ په ګډه يوه داسې اسلامي نظام ته لاره پيدا کړو چې ټول افغانان به پکې مساوي حقونه ولري، چې د تعليم او کار د حقونو په ګډون به د ښځو هغه حقونه پکې خوندي وي چې د اسلام سپيڅلي دين ورکړي، او اهلیت به پکې مساوي فُرصت ته د رسېدو اساس جوړوي.

مونږ په دې اړه موجودې هغه اندېښنې هم درک کوو چې د سرکښو ډلو له لوري له افغانستان څخه سيمه ايز او نړيوال امنيت ته د ګواښ په اړه را ولاړیږي. په دغسې اندېښنو کې خو لومړی له مبالغې څخه کار اخيستل کيږي. په افغانستان کې د بهرنيو ډلو په اړه راپورونو کې د جګړې د ټولو لورو د جګړه خوښو لوبغاړو له خوا د سياسي غرضونو په پار مبالغه کيږي.

بل دا د هېڅ افغان په ګټه نه ده چې د دې اجازه ورکړي چې له هيواد څخه يې د بل چا له خوا ناوړه ګټه واخيستل شي او د جګړې په ډګر بدل شي. مونږ د بهرنيو مداخلو تريخ خوند څکلی او ځکه به نو له ټولو افغانانو سره په ګډه د دې د باوري کولو له پاره هر ډول تدابير ونيسو چې نوی افغانستان پکې د سولې د سمبول په بڼه راڅرګند شي او هيڅوک هم د دې احساس و نه کړي چې زمونږ له خاورې څخه له ګواښ سره مخ دي.

مګر سره له دې، په مخ کې پرتو ننګونو ته هم په ټيټه سترګه نه ګورو. په دغو ننګونو کې به ممکن تر ټولو ستره دا وي چې بېلابېلې افغان ډلې په جدي او مخلصانه ډول زمونږ د ګډې راتلونکې د تعريفونې په موخه کار وکړي. زه ډاډه يم چې دا کار ممکن دی. که چېرې مونږ له يوه بهرني دُښمن سره تړون ته د رسېدنې جوګه يو، نو په اولیٰ طريقې سره د دې وړتيا لرو چې بين الافغاني اختلافونو ته د خبرو له لارې د پای ټکی کښيږدو.

بله ننګونه به دا وي چې د سولې-په-لور پړاو او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته پړاو کې نړيواله ټولنه په افغانستان کې په رغنده ډول د افغانانو ترڅنګ پاتې شي. زمونږ د هيواد د ثبات او پرمختګ له پاره له افغانانو سره د نړيوالې ټولنې ملاتړ اړین دی.

مونږ دې ته کاملاً چمتو يو چې د متقابل احترام پر اساس له خپلو نړيوالو شريکانو سره د اوږدمهالې سولې او رغونې په ډګر کې په ګډه کار وکړو. د خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته متحد ايالتونه هم په افغانستان کې له جګړې-وروسته پرمختګ او رغونې په برخې کې رغنده نقش لوبولی شي.

مونږ د دې اهميت درک کوو چې افغانستان له ټولو هيوادونو سره د دوستۍ اړيکې وساتي او د هغوی اندېښنې جدي وګڼي.

افغانستان په ګوښه توب کې ژوند نه شي کولی. نوی افغانستان به د نړيوالې ټولنې بامسؤوليته غړی وي. مونږ به ټولو نړيوالو ميثاقونو ته چې د اسلام د سپيڅلي دين له اصولو سره په ټکر کې نه وي، ژمن پاتې شو. همداراز مونږ له نورو هيوادونو څخه هم هيله لرو چې زمونږ د هيواد استقلال او ثبات ته درناوی ولري او زمونږ خپلواکۍ او ثبات ته د همکارۍ د فُرصت په توګه وګوري نه د رقابت او شخړې.

د دستي ساعت ننګونه به زمونږ او متحدو ايالتونو تر مينځ د سولې د تړون تطبيق وي. که څه هم چې په دوحې کې له امريکايي مرکچيانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې يو څه باور جوړ شوی، مګر لکه څرنګه چې متحد ايالتونه پر مونږ بشپړ باور نه لري، په ورته ډول پرې مونږ هم پوره باور نه لرو.

مونږ له متحدو ايالتونو سره د يوه تړون لاسليکولو ته نږدې شوي يو. له خپل لوري مونږ د دغه تړون د هرې مادې د لفظ او مفاد پلي کولو ته کاملاً متعهد يو. مګر د دغه تړون د مفاد تحقق، د برياليتوب باوري کول او د پايېدونکې سولې راوستل په دې پورې هم اړه لري چې متحد ايالتونه هم خپلې هرې کړې ژمنې او د هغو جزئياتو ته زمونږ په څېر بشپړه ژمنتيا وښيي. يوازې له دغې لارې بشپړ اعتماد رامينځ ته او د راتلونکې همکارۍ او ان شراکت بنسټ کېښودل کېدی شي.

زما هيوادوال به ډېر ژر دغه تاريخي تړون ونمانځي چې له بشپړ تطبيق وروسته به يې د ټولو بهرنيو عسکرو د وتلو شاهدان وي. دا چې تر دغه پړاوه را رسيدونکي يو، لرې يې نه بولم چې ډېر ژر به هغه ورځ هم ووينو چې له خپلو ټولو افغان وروڼو او خويندو سره به يو ځای د يوې تلپاتې سولې پر لور حرکت پيل کړو او د يوه نوي افغانستان بنسټ به کښېږدو.

بيا به يو داسې نوی پيل نمانځو چې په نورو هيوادونو کې مېشتو ټولو هيوادوالو ته به خپل ټاټوبي او هغه کور ته د راستنېدنې بلنه ورکوي چې هر څوک به پکې په عزت او د سولې په فضا کې د اوسېدنې حق لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ترين
میلمه
ترين

د سراج الدين حقانى صاحب په باره کې مې تل منفى اوريدلې وو مګر دى ليکنى يې ډير متاثره کړم.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ترین صاحب په کار دا وو لیکلی دی وی چه د حقانی صاحب په اړه می تل ښه او مثبت اوریدلی وو دا د هغه مجاهد زوی دی چه څلور زامن یی په شهادت ورسیدل او خپله هم د روسانو د اشغال او هم د امریکایی اشغال په مقابل کی یی په مالونو او ځآنو جانی قربانی ورکړه چه زمونږ ناموس ، زمونږ خاوره، زمونږ خلک او زمونږ خپلواکی وساتی د دوی برکت

Back to top button
Close
Close