افغانستان

سرچينه: جنرال باجوه له زلمي خلیلزاد سره بګرام پوځي اډې ته پټ سفر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۸ل): يو شمېر سرچينې وايي، د پاکستان د پوځ لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه بګرام امريکايي پوځي اډې ته د يوه پټ سفر پر مهال له جګ پوړو افغان چارواکو سره ليده کاته کړي دي.
کابل نيوز تلويزون د باوري سرچينو په حواله ویلي، جنرال باجوه افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په يوه الوتکه کې بګرام ته راغلی و، خو دا سفر په افغانستان او پاکستان کې له رسنيو پټ ساتل شوی دی.
سرچينه زیاتوي، ښايي د کابل حکومت مشر اشرف غني هم له جنرال باجوه سره ليدلي وي.
کابل او اسلام اباد تر اوسه بګرام ته د جنرال باجوه د پټ سفر په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي، خو دا سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې يوه لور ته د سولې خبرې نهايي شوي او بل لور ته وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسيون د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د کارپوهانو په اند کيداشي د جنرال باجوه سفر د ټاکنو د پایلو له اعلان سره تړاو ولري.
زلمی خلیلزاد د روانې فبرورۍ په ۱۷ او ۱۸مه په اسلام اباد کې و، هلته يې د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره د ليدو سربېره د کډوالو په تړاو جوړې شوې غونډې کې هم ګډون درلود.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دیګ چی بی سرپوښه شو نو هر نوع مچان پکی لویږی.

Back to top button
Close
Close