افغانستان

مایک پمپیو: د افغانستان ټاکنې له نږدې څارو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو اعلان ګڼ غبرګونونه راپارولي او سیاسي فضاء یې کړکېچنه کړې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وايي، ټاکنې له نږدې څاري او په اړه یې تر ډاډ وروسته اعلامیه خپروي.

پمپيو، چې سعودي عربستان ته د رسمي سفر په مهال یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل «زه د افغانستان په هکله له دې پرته بل څه نلرم چې ووایم، چې مونږ له ډیر نژدې نه د انتخاباتو نتیجې تعقیبوو، غواړو مطمین شو چې ټول شیان په بشپړه سم وي او مونږ به مخکې له دې چې ناوخته شي په اړه یې یوه اعلامیه خپره کړو.»

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې، چې د وروستیو پایلو په اعلان یې درې ورځې تېرېږي، تر دې دمه یې لا هم په اړه د امریکا سفارت غبرګون نه دی ښودلی.

یوازیني دوه هیوادونه هند او کویټ دي، چې غني ته یې د ولسمشر کېدو مبارکي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» هم په دې اړه اعلامیه خپره کړې او له راتلونکې حکومت سره یې ګډ کار ته ژمنتیا ښودلې؛ خو نه یې د ولسمشري مبارکي کوم نوماند ته ویلې او نه یې هم د کوم مشخص نوماند نوم اخستی.

دا په داسې حال کې، چې د پایلو اعلان ځیني نوماندان سخت خواشیني کړي او د عبدالله عبدالله په مشري د «ثبات او همپالنې» ټیم د موازي حکومت د جوړولو غږ کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close