افغانستان

ارګ: له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې طالب زندانیان نه خلاصوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند «صدیق صدیقي» وایي، تر هغه مهاله چې له طالبانو سره د دولت په حیث مخامخ خبرې ونکړو؛ د طالب زندانیانو خلاصون ناممکن دی.

طلوع نیوز د صدیقي له قوله لیکلي « کله چې موږ د اسلامي جمهوري دولت په حیث له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېنو او د هغوی له لوري د زندانیانو د خلاصون غوښتنه واورو، بیا به په دې برخه کې بحث کوو او د ټولو قوانینو او اجماع په نظر کې نیولو سره په دې اړه ګام اخلو.»

ارګ داسې مهال د طالب زندانیانو د نه پرېښودلو ګواښ کوي، چې څه موده وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال « عبدالسلام حنفي» له «نن ټکی اسیا» سره په خپله مرکه کې یاده کړه، چې له امریکا سره د توافق له امضاء سره هم مهاله به پنځه زره طالب زندانیان خلاصېږي او زر تنه بندیان به د طالبانو له زندانونو څخه ازادېږي.

د حنفي په خبره، د طالب زندانیانو خلاصون به د افغانانو د خپلمنځي خبرو تر پيل وړاندې وي.

بل لور ته شنونکي په دې باور دي، چې  که امریکا وغواړي حکومت له خپلې پرېکړې په شا  او له طالبانو سره خپل کړي توافقات عملي کولای شي.

حکومت تر دې وړاندې هم د انس حقاني خلاصون خپله سره کرښه یاده کړې وه؛ خو وروسته د امریکا په مټ له زندان وایستل شو او د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو سره یې تبادله کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د بنديانو د خلاصون واک د غلامانو سره ندی ، که يی واک ستاسو غلامانو سره وای اوس به ټوله بنيان شهيدان وای .
که ژاړی او که خاندی ټوله بنديان به خلاصيږی بيله داچی ستاسو غلامانو سره د دولت په ډول خبری وسی .
غلام غلام وی .

محمدظاهر حلیمی

خبره دامریکی ده کله به سیاف سره خطونه ټاکل کله غنی خودامریکی تصمیم به چی راغی سری کرښی به به یی ماتی کړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x